خوست کې ۲۵۰ تنه د خیرات ډوډۍ له خوړولو وروسته مسموم شوي دي

‏د خوست ولایت ځاځي میدان ولسوالۍ الګډه سټکيو سيمه کې ۲۵۰ تنه د خیرات ډوډۍ له خوړولو وروسته مسموم شوي دي.
مسؤلين وايي چې د پېښې ځای ته د عامې روغتيا رياست طبي ټيم او د خصوصي سکتور ډاکټرانو ځانونه پر وخت رسولي او مسموم شوي کسان د ځاځي میدان، باک، ‏صبریو او خوست ملکي روغتون ته لېږدول شوي دي. امنيتي چارواکې وايي چې د پېښې په تړاو يې څېړنې پيل کړې دي.