یکشنبه , 28 اپریل 2024

خوشحاله میرمن او خاوند کومې ځانګړنې لري؟

ښايي له خپلو ځانونو سره ووايي چې دا جوړه نیکمرغه ده، چې له په زړه پوري اسانتیاوو څخه برخمنه ده، په داسې حال کې چې دا د میرمنې او خاوند کړنې دي چې وګړي او جوړې نیکمرغه کوي

د نیکمرغه او خوشبختو جوړو ځانګړنې

نیکمرغه جوړې په خپلو ځانګړنو او اسرارونو خپل ځان او ژوند ته پرمختګ ورکوي او د همدې ځانګړونو څخه په کار اخیستنې د خپل ژوند نیکمرغي تضمین کوي، نو له همدې امله که غواړئ ددې ډلې کسانو څخه و اوسئ او ددې ښه عادتونو په هکله چې مو مالومات درته راوړي دي عملي کړئ او د ګډ ژوند په موده کې ترې کار واخلئ نو دا مطلب ولولئ.

که تاسو مخکې په خپلو اړیکو کې دا عادتونه درلودل، د حیرانتیا خبره نه ده چې تاسو به هم ددې خوشحاله جوړو له ډلې نه واست

د خوشحاله جوړو ځانګړتیاوې څه دي؟

دا جوړې یو له بل سره څنګه چلند کوي؟

لومړی: دوی یو بل ته غوږ نیسي

خوشحاله او نیکمرغه خاوند او میرمنه د یوه او بل خبرو ته غوږ نیسي او یو بل ته د خبرو کولو وخت ورکوي، څنګه چې مو ورته اشاره کړې هغوی له یوه او بل سره په خبرو کې هڅه کوي چې په متقابل احساس باندې پوي سي، کله چې د یوه او بل خبرې واوریدل سوې نو په رښتیا سره چې یو او بل درک کولای سي

دویم: دوی یو بل ته لاس ورکوي

د خپلې ښځې په خاطر په بل هرکار کې چې مصروفه یاست هغه پریږدئ او د مرستې د اړتیا په وخت کې هغې ته پاملرنه وکړئ، ځکه چې بل هیڅ شی ستاسو د میرمنې تر اړتیا مهم نه دي، خوشحاله جوړې هره ورځ ساعتونه ساعتونه یو بل ته ځانګړي کوي او د بل هر کال د ترسره کولو څخه ډډه کوي

دریم: له میرمنې مو مننه وکړئ

کوم کار چې ستاسو د ژوند ملګری يې د اړیکي د لا ټینګوالي لپاره ترسره کوي ترې مننه وکړئ او هغوی څخه منندوی و اوسئ، په کتابچه او سپین کاغذ ستاسو دا مننه یاداشت کړئ او کله چې په کوچنیو موضوعاتو باندې ډير په غوسه کیداست نو د میرمنې هغه د مننې یاداګارونه را واخلئ چې په دې ډول سره به مو قهر پرې لږ کیږي

څلورم علاقمندي او خوښي ته يې اهمیت ورکړئ

ګډ ژوند د څو کلونو په تیریدو خپل شور او خوږ والی له لاسه ورکوي، ځکه نو په خپله ژوند کې تل انرژي ولرئ، او زیاته لیوالتیا پیداکړئ او د جنسي غوښتنې په برخه کې کمښت مه را ولئ، تاسو باید هغه څه ترسره کړئ چې تاسو یې خوښوئ

دویمه برخه:خوشحاله جوړې په ژوند کې څه کارونه کوي

لومړی: څنګه او په څه شکل سره یو له بل سره بحث وکړي؟

ټولې جوړې په ګډ ژوند کې یو له بل سره کوچنۍ ستونزې لري، خو نیکمرغه جوړې هغه مهال د خبرو په ډول بلد دي چې څه ډول باید ترسره سي، له همدې امله د هغوی موضوعات ډیر ژر حل کیږي او اوږده بحث ته اړتیا نه لیدل کیږي.

دویم: دوی د هغه څه لپاره خوښ دي چې لري یې

که تاسو د هغه څه لپاره خوښ یاست چې تاسو یې لرئ، او په هغه څه چې لرئ يې قناعت وکړئ د نورو شتو ته سترګه ونه کړئ، تل به خوشحاله او مست یاست، نو له همدې امله د خپل ځان او کورنۍ د سلامتیا لپاره د خپلو هدفونو لپاره کوښښ او هلې ځلې وکړئ همداشان په لوی خدای ج توکل ولري ترڅو تل خوشحاله او اباد و اوسئ

دویم: هغوب باید د خپل نظر وړاندي کولو سره ډار ونلري

یو څوک چې تاسو سره مینه لري او تاسو سره ژمن وي، ستاسو نظریاتو او عقایدو ته احترام لري او تاسو ته دا وړتیا درکوي چې خپل نظر څرګند کړئ، نو که تاسو خپل نظر څرګند کړئ او هغه ته يې ووایاست ، که څه هم هغه موافق نه وی ، خو بیا به هم هغه ډیر خفه نسي.

دریم: له کوچنیو او ساده پیښو څخه خوند اخلي

تل باید داسې ونسي چې د تفریح او ساعت تیري لپاره سفرونه نورو سیمو ته وسي، بلکه تاسو کولای سئ چې له خپلو اولادونو سره په ګډه پخلی وکړئ ګډ يې وخورئ او له ژوند څخه خوند واخلئ.

دریمه برخه: د خوشحاله جوړو د بریا راز په څه کې دی؟

لومړی: له مسکیني او کمزوري اقتصاد څخه ویره مه لرئ

بې پیسويي ښه نه ده اما داسې هم نه ده چې تاسو په دې خاطر منزوي سئ او شرم وکړئ نو له همدې امله مو دوستان( نه هغه دوستان چې یوازي په ښو ورځو کې ستاسو ترڅنګ وي) را غواړئ ورسره تفریح او ساعت تیری وکړئ چې زیات لګښت ته اړتیا نلري

دویم: مثبت فکر کوونکي و اوسئ

د دماغ منفي افکارو ته پاملرنه مه کوئ او د هغه فکرونو په هکله چې نور کسان تر تاسو دولت مند دی لیري وغورځوئ، همداشان و پوهیږئ لکه څنګه چې تاسو د خپل ځان او خپلې اړیکې ساتلو او پرمختیا لپاره کار کوئ نو له هغه څخه خوند واخلئ چې دا خپله خوشحالي او خوشخبتي ده نو فکر وکړئ او مثبت و اوسئ، ځکه چې مثبت فکر کول د مغزو عضلې آرامه وي.

دریم: له یو بل سره د علاقې څرګندول

خوشحاله او خوشخبته جوړې تل یو له بل سره علاقمندي او مینه ښکاروي او هره ورځ مینه درسره لرم جمله پر ژبه لري، دغه ساده عبارت د هغوی د روحیې د ښه والي او لوړوالي سبب کیږي او خوشحاله کیږي.

څلورم: یو بل په غیږ کې و نیسئ

یو او بل په غیږ کې نیول احساسات یو بل ته انتقالوي نو اړینه ده چې له کوم محدویته پرته خپله میرمن په غیږ کې يې ونیسئ ځګه چې په غیږ کې نیول د یوې ورځې د ستړیا هوسايي ورکوي

څلورمه برخه: د خوشحال جوړو سلوکي ځانګړتیاوې

یو د بل د احوال پوښتنه وکړئ

د خپل ګډ ژوند لپاره د خوشبختي احساس وکړئ، له خپلې ښځې سره هروخت په اړیکه کې و اوسئ او د هغې احوال ځان ته مالوم کړئ، او یاهم هغې ته په داسې شکل سره، سلام نن دي ورځ څنګه تیره کړه پیغامونه واستوئ، ترڅو د ژوند ملګری مو داسې احساس وکړي چې تاسو هغه هیڅکله یوازي نه پریږدئ

لومړئ: ښکل کول مه هیروئ

خوشحاله جوړې کله چې یو له بل سره جلا کیږي خاوند يې د باندې ځي خپله میرمن ښکول کوي چې په دې توګه هغې ته د مینې اظهار کوی او خپل احساسات ورته ښکاره کوي

دویم: دوی له یو بل څخه ډیر اغیزمن وي

خوشحاله جوړې او خاوند د خپلې میرمنې له ډیرو اشتباهاتو څخه سترګي پټوي او هغه ته د دوهم ځل لپاره د سمیدو چانس ورکوي ترڅو په ګډ ژوند کې ښه ثابت سي