خوشحال سعادت ملي دفاع وزارت د ښوونې او روزنې د معین په توګه ګمارل شوی

وروسته له هغې چې د دغه وزارت لوی امنیتي مرستیال جنرال خوشحال سعادت له دندې ګوښه شو او پر ځای یې ډګر جنرال عبدالصبور قانع په دنده ګومارل شوی دی اوس تازه نوموړی ملي دفاع وزارت کې د پوځ د ښوونې او روزنې د معین په توګه ټاکل شوی دی. د تېر ۲۰۱۹ کال لومړیو کې د افغانستان ملي امنیت شورا عبدالصبور قانع د کورنیو چارو وزارت د لومړي مرستیال او جنرال سعادت یې د امنيتي مرستيال په توګه اعلان کړي وو.