خوړو نړیوال پروګرام: په افغانستان کې یې روان میلادي کال له څه باندې پنځه سوه زره کسانو سره مرسته کړې

د خوړو نړیوال پروګرام وايي، په افغانستان کې یې روان میلادي کال له څه باندې پنځه سوه زره کسانو سره د دوی په بسیاینه کې مرسته کړې ده. د دې ادارې د افغانستان څانګې په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې دوی دغه شمېر کسانو سره مرسته کړې چې په خپلو پښو ودرېږي او د خپلو کورنیو مرسته وکړي.د خوړو نړیوال پروګرام ویلي، دوی د کرنې او د نورو مسلکونو د روزنې برخو کې د خلکو لاسنیوی کړی دی.