خوږياڼو ولسوالۍ کې د کوچني اخترپه مناسبت د واليبال سيالي تر سره شوه.

ننګرهار ولايت خوږياڼو ولسوالۍ د وزيرو په احمد خېلو سیمه کې ځوانانو ترمنځ د نېکمرغه کوچني اختر په مناسبت د واليبال سیالي تر سره شوه.

په دغه سیاليو کې څلورو ټيمونو برخه اخيستې وه، چې بريا د خوازه خېلو ټيم ترلاسه کړه.

د يادې سيالۍ ګډونوالو وويل، چې له دغې سيالۍ څخه يې موخه دا وه؛ ترڅو خلکو ته وښيي، چې په دې ولسوالۍ کې امن دی او د هرې سيمې ځوانان کولی شي، چې نورو سيمو ته د تفريح په موخه ولاړ شي.

دغه ځوانانو له امنیتي ځواکونو وغوښتل، چې په یاده سمیه کې د لا ډاډمن امنیت په موخه هڅې چټکې کړي.