خوګیاڼو ولسوالۍ کې شپږ تنه وسله وال طالبان وژل شوي

د ملي امنیت سفر دوه قطعې څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې تېره شپه د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د خوږیاڼو ولسوالۍ په بازه خیلو سیمه کې د وسله والو طالبانو د ځپلو په موخه شپنې عملیات ترسره کړي، چې پرمهال یې (۶) تنه وسله وال طالبان وژل شوي او (۵) تنه نور د وسله والو طالبانو سره د اړیکو درلودلو په تور ژوندي نیول شوي دي

خپر پاڼه زیاتوي، چې له وژل شویو کسانو څخه یو شمېر وسلې هم ترلاسه شوي.

بل خوا وسله والو طالبانو لا تراوسه په دې تړاو څه نه دي ويلي.