چهارشنبه , 15 مې 2024

خوګیاڼو کې یو وسله وال طالب وژل شوی او دوه مرکزونه یې ویجاړ شوي

د ملی امنیت ځانګړو ځواکونو  په خبر پاڼه کې راغلي چې ځواکونو یي خوګیاڼو ولسوالۍ په احمدخیل سیمه کې د وسلوالو طالبانو پر مرکزونو هوایې او ځمکنی عملیات ترسره کړی چې په پایله کې یې (۱) تن  وسله وال طالب وژل شوی د وژل شوی کس څخه (۱) میل کلاشینکوف، یوه پرتله سره د شپږ شاجورونو او(۲) میله تفنګچې د ځانګړو ځواکونو لاسته ورغلي دي.

یاد کس د مقاومت څخه وروسته وژل شوی، څلور تنه نور یې د طالب ترهګرو سره د اړیکو درلودلو په تور د لا زیاتو څیړنو په موخه له سیمی څخه لیږدول شوي دي .

او (۲) مرکزونه د ځانګړو ځواکونو لخوا په بشپړ ډول ویجاړ شوي دي چې په یادو مرکزونو کې په زیاته اندازه مخدره مواد هم موجود وو د ځانګړو ځواکونو لخوا په یاده سیمه کې له منځه وړل شوي.