خپل ماشومان مو داسې وروزئ!

ځینې میندې په خوب کې هم دا نه ویني، چې یوه ورځ به یې ماشومان د دوی خبرو ته غوږ ونیسي او دغه راز د دوی تابع واوسي. معمولاً پلرونه له خپلو ماشومانو سره ډېر کم وخت تېروي او ډېر کم د جزئي او عادي مسایلو پر سر له هغوی سره بحث کوي.

له دې کبله جذبه یې ډېره خوندي کېږي، خو میندې تر ډېره له خپلو ماشومانو سره وي او کار یې ستونزمن دی. دلته هغه تګلارې در پېژنو، چې له هرې مور او پلار سره مرسته کوي، چې خبره اورېدونکي او خبره منونکي ماشومان ولري:

خپله خبره یوازې یو ځل وکړئ:

که چېرې یوه خبره مو څو څو ځله کوله او چا ورته پام نه کاوه، نو له دې وروسته یې یوازې یوځل په جدیت سره وکړئ، که چېرې ستاسو خبرې ته ماشوم ارزښت ور نه کړ، نو د هغه له کړنې سره سمه مناسبه پایله په پام کې ونیسئ. له یوې مودې وروسته متوجه کېږي چې باید ستاسو خبرو ته ارزښت ورکړي.

هڅونه وکړئ:

جریمه تل کار سموونکې نه ده، هڅونه هم کولای شي، چې اغېزمنه وي، په ځانګړې توګه کله چې ماشوم د خپل پخواني عادت پرخلاف، د لومړي ځل له پاره، ستاسو خبرې ته غوږ نیسي او هغه څه مو چې ترې غوښتي ترسره کوي یې. هرکله چې د ماشوم خبره منلو ته مو پام شو، نو هغه وهڅوئ او هغه ته ووایئ، چې له دې کار څخه دې ډېره زیاته مننه کووم.

د هر دستور له پاره هغه ته وخت ورکړئ:

هېڅکله خپل ماشوم ته دا مه وایئ، چې همدا اوس پاڅېږه او کثافات د دروازې په خوله کې کېږده، که تاسو هم د کوم کار په منځ کې واوسئ، نو نه مو خوښېږي، چې هماغه شېبه درنه وغوښتل شي، د هغه کار له پاره، خپله ذهني څانګه پرېږدئ او په بل کار پسې لاړ شئ، نو خپلو ماشومانو ته هم وخت ورکړئ، د بېلګې په توګه تر دغه ساعت پورې فرصت لرې، چې کثافات د دروازې په خوله کې کېږدې، وروسته له هغې کولای شې، چې خپلې لوبې وکړې.

له ماتې څخه مه وېرېږئ:

که چېرې تر پرونه مو له خپل ماشوم سره بل ډول چلند درلوده او نن مو هوډ کړی، چې توپیري چلند اختیار کړئ، نو د ماتې احتمال ډېره زیات دی. تاسو خپل ماشوم ته مهلت ورکړی، چې کثافات د دروازې په خوله کې کېږدي، ترڅو وروسته له هغې لوبې وکړای شي. اوس هغه موکه پای ته رسېدلې ده او هغه دا کار نه دی ترسره کړی او په خپل زړه کې دعا کوي، چې تاسو د تېر په څېر په خپله خبره ټینګ ولاړ ونه اوسئ، خو دا ډول نه ده. اړتیا نه شته، چې له خپل ماشوم سره شخړه وکړئ، ترڅو خبره د درنښت له منځه تللو ته ورسېږي، یوازې په ډېرې آرامۍ او زغم سره ورته ووایئ، چې وخت دې پای ته رسېدلی دی او خپل کار دې نه دی ترسره کړی، په خپله کثافات د دروازې په خوله کې کېږډئ او ورته ووایئ، چې نن لوبې نه شې کولای، که چېرې سبا یې ستاسو خبرې ته غوږ ونیوه، نو یو بل فرصت به تر لاسه کړي.

ژباړه: عطا محمد میاخېل