خپل ماشومان څنګه ځيرک وروزو؟

ژباړه:عایشه عزيزي

 

د خپلو ماشومانو د بيداره او ځيرک روزلو لپاره لاندي لاري چاري بايد په نظر کي ونيسو:

۱- د ماشومانو پر خپل وخت وېده کول: ستاسو ماشومان د ودي په حال کي دي، نو د همدې لپاره بايد په ورځ کي ۸ ساعته خوب وکړي، تر څو يې ذهن همېشه فعاله واوسی. دې ته هم بايد پام وکړی چي د ماشوم لپاره د شپې لخوا د خوب تر ټولو ښه وخت د ۹ بجو او ۱۰ بجو په شاوخوا کي دی.

 

۲- خپل ماشوم ته ښه تغذيه ورکول: د خوړو خوړلو لپاره تر ټولو ښه او مهم وخت چي بايد وخوړل سي، سهار دی چي بغير له کومي چټکتيا او تلوار څخه وخوړل سي، تر څو ماشوم وکولای سي د فکر کولو ښه قدرت ترلاسه کړي. ماشومانو ته د خوړو ورکولو کي بايد د سهار مهال په څېر نورو وختونو ته هم توجه وسي او د پاته سوو خوړو د ورکولو څخه بايد ډډه وکړو.

 

۳- د خبرو کولو لپاره ماشوم ته زيات وخت ورکول: د خوړو خوړلو لپاره دسترخوان ته د کورنۍ د غوړو راټولېدل د کورنيو لپاره د خبرو اترو کولو ښه وخت وي، تر څو ټوله په ګډه سره کښېني او د خوړو خوړلو تر څنګ خبري وکړي، چي دا حالت د ماشومانو لپاره هم ډېر ګټور وي، ځکه د ماشومانو په ذهنونو کي چي کومي خبري او سوالونه وي، هغه د خپلو والدينو سره شريکوي او په عين حال کي د هغو خبرو اتر او نظرياتو ته هم متوجه کېږي او غوږ ورته نيسي چي په دې سره ستاسو د ماشومانو باور هم پر ځان زياتېږي.

 

۴- کتاب لوستل: خپل ماشومان د امکان تر حده د کتاب لوستلو سره بلد کړئ، ځيني وخت بازار ته د سودا اخيستلو لپاره هغوی هم د ځان سره ملګري کړئ او يوې کتابخانې ته يې بوځی او د هغوی د خوښي اړوند کتابونه ورته واخلئ چي د همدې لاري په هغوی کي د کتاب ويلو شوق پيدا کېږي.

 

۵- خپلو ماشومانو ته د مسؤليت احساس ورکړئ: خپل ماشومان په دې وپوهوۍ چي يوازي لوبي نه دي چي د هغوی وخت پر تېر سي، بلکي هغوی ته دا احساس ورکړی چي د خپل مکتب، مدرسې درسونه ووايي او پر وخت خپل مکتب او مدرسې ته ولاړ سي.