خپل ماشومان څنګه ښه وروﺯو؟

ژباړه: سونيکا آرين

د مناسبې روﺯنې اصلي کيلي د ماشوم د شخصيت، سلوک او عادتونو درک دى.

لدې لارې کولى شو، چې د هغوى علاقې او تمايلات په ښه توګه وپېژنو.

ټولې ميندې او پلرونه لېواله دي، چې د هغوى اولادونه خوشحاله او د نورو لخوا د درناوي وړ وي.

د ماشومانو د روﺯنې په برخه کې د روﺯنې اغېزمنې لارې، روﺯنیز مسايل او مشاورينو څخه مرسته غوښتل، کولى شي چې کورنيو سره پدې برخه کې ډېره مرسته وکړي.

د روﺯنې واضحه تعريف په داسې ډول کولى شو چې: روﺯنه ماشوم ته د ښو کړنو ﺯده کړه او د ناوړه چلند په ګوته کول د هغه د مخنيوي لپاره ده.

يا په بل عبارت: روﺯنه ماشوم ته د هغو اصولو ټولګه ﺯده کوي چه د سزا ورکولو او هڅونې ميتودونه پکې شامل دي.

مګر په عمل کې همدا څو جملې کورنيو ته دومره سختې دي چې کله کله د دوى او روﺯنې ترمنځ ﺯرګونه متره واټن موجود وي.

د روﺯنې لمړۍ مرحله دا ده چې کورنۍ بايد د خپل ماشوم ځانګړتياوې وپېژني.

په ياد مو وي چې کورنۍ په درې ډلو ويشل کېږي:

 

۱- ځواکمن او قوي ميندې او پلرونه

 

دا هغه کورنۍ ده، چې ښکاره تمې او غوښتنې لري او د خپل ماشوم احساساتو ته درناوى کوي.انعطاف منونکي دي، او د ګډې حل لارې له طريقې نه د ستونزو د حل لپاره کار اخلي.

 

دغه ډله ميندې او پلرونه غوره روﺯنيزې لارې ټاکي.

 

۲- سرﺯوري ميندې او پلرونه

 

دوى د خپلو اولادونو نه ښکاره او څرګندې تمې او غوښتنې نلري، د خپلو ماشومانو احساساتو ته پاملرنه نه کوي او په حقيقت کې دوى د خپل چلند پواسطه ماشوم پوهوي چې: “ﺯه ستا پلار يم، او هر هغه څه چه ﺯه وايم، هماغه سم دي.

 

چې دغه طريقه د منلو وړ نده.

 

۳- آزاده ميندې او پلرونه

 

دوى د خپل ماشوم احساساتو ته له حده ﺯياته پاملرنه کوي، هغوى آﺯاد دي، څه يې چې ﺯړه غواړي هغه کوي، دا لاره هم د کارپوهانو لپاره د منلو وړ نده.

 

روﺯنیز مېتودونه

 

د روﺯنې هغه لارې چارې چې د خپل ماشوم لپاره مو ټاکلي دي.

 

امکان لري د هغه چلند او عمر، ﺯموږ خوى او د روﺯنې طريقه سره توپير ولري.

 

دلته ځينو وړاندیز شویو لارو چارو ته اشاره کوو:

 

۱- مثبت چلند ته هڅونه

 

د ماشوم د مثبتو کړنو د دوام لپاره تر ټولو غوره کار، د هغه د مثبتو کړنو منل او هڅونه ده.

 

چې کله ماشوم ښه او مثبت کار وکړي، نو د هغه ستاينه وکړئ.

 

۲- اجازه ورکړئ ماشوم د خپل ناوړه چلند طبیعي پایلې خپله وګوري.

 

ډېرو خبرو او ملامتولو ته اړتیا نشته، دا ځل که ماشوم د لوبو توکي مات کړي، دې کار ته بغير له پاملرنې هغه په دې پوه کړئ، چې نور د هغه سره لوبه نشي کولى.

 

۳- محرومیت يا بې برخې کول

 

ځینې وختونه بد چلند طبیعي یا منطقي پایله نه لري او يا د دې بد چلند د ناوړه پايلو ښودلو لپاره وخت نه لرئ، په داسې حالت کې محرومول کولى شي، ماشوم ته د هغه د چلند بدوالى وښايي.

 

د بېلګې په ډول: که ماشوم مو تر ټاکل شوې مودې پورې غوښتل شوى کار ترسره نه کړي، نو ماﺯيګرنۍ تلویزيوني خپرونه نه شي کتلى.

 

دا لاره هغه وخت ګټوره وي چې محرومول د ناوړه کار يا چلند سره ورته والى يا مطابقت ولري.

 

۴- جلا کول

 

څو شېبې هغه په لږ ناراحته ځاى کې قصداً يواځې پرېږدئ، دغه طريقه هغه وخت اغیزمنه وي چې ماشوم په سمه توګه پوه شي، څه تېروتنه يې کړې او د دې جلا کولو موخه څه وه؟

 

دا طريقه له دوه کلنۍ وروسته اغیزمنه ده او د ماشوم د هر عمر مطابق کولى شو، هغه يواځې پرېږدو.

 

د مثال په ډول: د يو 5 کلن ماشوم لپاره، 5 دقيقې جلا کول اغیزمن دي.

 

تر دې د ټيټ عمر لپاره ځکه ډېر اغیزمن دي، چې د مور او پلار له څنګه جلا کېدل د ماشوم لپاره خورا سخت دي.

 

دا بايد په ياد ولرو، چې ماشوم ته جسمي سزا ورکول د ماشوم له په تاوتريخوالي، نورو ته ضرر رسولو او په بدو کړنو کولو تماميږي او په روزنيزو لارو کې د پام وړ ځای نه لري.

 

۵- خپل د روﺯنې لارو چارو ته د ماشوم له خوی او مزاج سره ورته والی ورکړئ.

 

د ماشوم د ښې او مناسبې روﺯنې لپاره ډېره اړينه ده، چې د هغه شخصيت او خوى درک شي، تر څو وکولى شو د دې په واسطه د هغه استعدادونه او ذوق وپېژنو.

 

د امکان ترحده پورې د خپل ماشوم سره د خپل روﺯنې د لارو چارو په هکله پوره مشوره وکړئ.

 

۶-  د خپل ماشوم شخصيت ته درناوى وکړئ.

 

هغه ماشومان چې د خپل مور او پلار له خوا يې درناوى کېږي، هغوى هم د خپل مور او پلار ﺯيات احترام کوي.

 

تاسو چې څنګه چلند د ځان سره خوښوئ، هغوى سره هماغه ډول چلند وکړئ.

 

تر دې چې کله هغوی ته روﺯنه ورکوئ، هم درناوى ورته وکړئ.

 

که چېرې لږه غوسه او سختي مو وکړه، له هغه بخښنه وغواړئ.

 

۷- صبر ولرئ.

 

بيړه د شيطان کار دى، هر هغه لارې چارې چې په بيړه او بې ځايه غوښتنو سره پلې شي، ښه پايله به ونه لري.

 

که چېرې د يوې طريقې په کارولو سره مو پايله ترلاسه نه کړه، مه ناهيلي کېږئ او هغه ته دوام ورکړئ.

 

خپل ټاکلي اصول هېڅکله تر پښو لاندې نه کړئ او هېڅکله د خپل ماشوم د بد چلند څخه د نورو په وړاندې يادونه ونه کړئ.

 

هر کله چې ستاسو ماشوم يو بد کار ترسره کوي، تر مناسبې سزا وروسته په هېڅ صورت له هغه د بخښنې غوښتلو غوښتنه او يا د هغه کار په اړه خبرې مه کوئ.

 

له هغه سره وروسته د سزا ورکولو مرسته وکړئ، چې بېرته عادي حالت ته راوګرځي.

 

په دې بايد پوه شئ چې ستاسو د ماشوم لپاره د روﺯنې کومه طريقه سمه ده.

 

مخکې له دې چې ماشوم ته مو سزا ورکړئ، په دې ډاډه شئ چې هغه ستاسو په هدف د خپل تېروتنې څخه پوه شوى.

 

ځينې وختونه ميندې او پلرونه خپل هدف په سمه توګه نه بيانوي او يا ماشوم نه د هغه له توان پورته تمې لري.

 

۸-  د ځينو کړنو ريښې وڅېړئ.

 

که چېرې ماشوم مو يوه بده کړنه تکرار کړه، کوښښ وکړئ، چې ددې کار سبب پيدا کړئ.

 

کېداى شي چې هغه د کومې پېښې نه اغیزمن شوی وي او د هغه په غبرګون کې ناسم چلند کوي.

 

ښايي تر فشار لاندې وي، او نه شي کولى چې د هغه په اړه چاته ووايي.

 

نو پردې اساس هڅه وکړئ، د دې ستونزو د ريښو په پېژندلو مو له ماشوم سره په ښه توګه مرسته وکړئ.