خپل موبايل او کمپيوټر مو هم په کرونا ويروس اخته کولی شي

که هره ورځ څو ځلې لاسونه ومېنځئ، ماسک واچوئ او خلکو سره له نېږدې کېدو ډډه وکړئ، بيا هم شونتيا شته چې په کرونا ويروس اخته شي.

هغه کسان چې په دفترونو کې کمپيوټر کاروي او هم خپل ګرځنده موبايل سره يې اړيکه زيات وي، د کرونا ويروس د مخنيوي هڅو سره – سره بيا کېدای شي له خپل موبايل او کمپيوټر ورته کرونا ويروس ورسيږي.

دې وروستيو کې د ساينس پوهانو څېړونو په ګوته کړې ده چې کورنا ويروس پر پالستيکي او اوسپنيزو سطحو چې تودخی يې له ۳۰ سانتي ګرېډ ټيټ وي، تر درېيو ورځو ژوندی پاتې کيږي.

هغه کسان چې د ورځې په ترڅ کې له کمپيوټر او موبايل ډېر کار اخلي نو که هره ورځ څو ځلې لاسونه مينځي شونتيا شته چې پر کمپيوټر او موبايل يې کرونا ويروس ژوندی پاتې شي.

ساينس پوهان او روغتيا پالان سپارښتنه کوي چې د خپلو لاسونو د مېنځلو ترڅنګ بايد هر ورځ د خپل کاري ميز سطحه، کمپيوټر او موبايل ټيلفون چې تاسې ور سره په تماس کې يئ،  بايد د کرونا او ميکروب ضد مايع سره پاک شي.

سپارښتنه دا ده چې مايع پر کمپيوټر، ميز او موبايل مه شېندئ، بلکې يوه پاکه ټوټه يا کاغذي دسمال  لوند کړئ او بيا پرې خپل دفتري ميز، د کمپيوټر سکرين او کيبورډ او همدا ډول لاسي موبايل پاک کړئ.

هغه وخت چې دا چاره تر سره کوئ، نو  د ځان ساتنې لپاره کمپيوټر او ګرځنده موبايل خاموش او له برېښنا يې لېرې وساتئ.

په لويه کې د کرونا  ويروس د مخنيوي لپاره نه يوازې د خپل وجود بلکې د چاپيريال او هغه ځای چې تاسې په کې اوسئ بايد توجه وشي.