خېبر پښتونخوا کې په يو وسله وال برید کې ۱۰ پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې

د رسنيو د راپورونو له مخې، د خېبرپښتونخوا په جنوبي ضلع لکي مروت کې تېره شپه د پوليسو په تاڼه وسله وال برید شوی، چې په کې د يو افسر په ګډون ۴ پوليس وژل شوي او شپږ نور ټپيان شوي دي.