داسي نصیحتونه، چې ژوند ته دي خوښي در بخښي او نېکمرغه کوي دي!

۱- همېشه دي ورځ په لمانځه او سهارنیو اذکارو سره پیلوه.

۲- لمونځ، تلاوت او اذکار ډېر کوه، ځکه دا دي سینې ته روښاني بخښي.

۳- همېشه لمونځ کوه، ځکه هغه ستا سره قبر ته تلوونکی دی.

۴- دعاء ډېره کوه، هیڅکله یې مه پرېږده، ځکه همدا د نجات رسۍ ده.

۵- تل خوشبینه اوسه، که څه هم د طوفان په غېږ کې یې.

۶- ګوتې دي په تسبیحو سره ښکلې کړه(تسبیحات وایه.)

۷- کله چې غمونه او پرېشانۍ در باندي چاپېره سي، نو(لا إله إلا الله) ډېره- ډېره وایه.

۸- صدقه کوه، ځکه صدقه تر ټولو ښه کار دی او تر نورو ښه صدقه؛ ښه او نېکه خبره کول دي.

۹- اوږدې سجدې کوه، ځکه اوږدې او له ويرې ډکې سجدې، بهتره دي له دنګو ماڼیو څخه.

۱۰- تر خبرو کولو مخکې فکر کوه، ځکه ځیني کلمې وژونکې وي.

۱۱- د مظلومانو دعاوي خپلي کړه او له حاله یې ځان خبر کړه.

۱۲- د مجلې او کتاب ویلو مخکې، د قران کریم تلاوت وکړه.

۱۳- د خپلي کورنۍ د استقامت یو لامل اوسه.

۱۴- خپل نفس ښو کولو ته وهڅوه، ځکه نفس خو بدۍ ته هڅونکی دی.

۱۵- د خپل والدینو رضاء تر هر څه مخکې خپله کړه.

۱۶- خپلې جامې فقیرانو ته ورکړه، ځکه ستا زړې هغو ته نوي دي.

۱۷- هیڅکله مه غصه کېږه، ځکه د دنیا ژوند تر هغه څه چې ته یې فکر کوې؛ لنډ دی.

۱۸- له تا سره همېشه د ځواکمنو، ځواکمن او د غنیانو، غني؛ الله تعالی مل دی، هیڅ وېره مکوه.

۱۹- هیڅکله د ګناه کولو لپاره چا ته دروازه مه پرانیزه.

۲۰- لمونځ تر هغه ټولو بهتر دی، چې له تا سره د ستونزو او مصیبتونو په وخت کې مرسته کوي.

۲۱- الله تعالی ته ځان نیژدې کړه، ځکه د ټولو مشکلاتو سبب، له الله تعالی څخه په لیري والي کې دی.

۲۲- همېشه په یاد ولره، چې ټولي خبري دي ملائکې له ځان سره لیکې.

۲۳- کله چې دي له چا څخه خپل غیبت واورېده، نو هغه ته ووایه ” له خدایه ووېرېږه..”

۲۴- د الله تعالی او د نبي کریم(صلی الله علیه وسلم) مینه اختیار کړه.

۲۵- دومره استغفار وایه، چې شیطان له ډېره غمه وچوي.

 

کاپي…