داسې یو فلم چې ۲۹ سندرې لري

د رنبیر کپور او کترینه کیف ګډ فلم جاګا جاسوس کې ۲۹ سندرې ځای په ځای شوي.

د فلم په اړه لا له وړاندې په ځینو برخو کې شکونه موجود و. یو شک دا و، چې کترینه کیف او رنبیر کپور په خپل شخصي ژوند کې سره وران دي او ددوې شخصي ژوند د فلم شوټینګ ته هم ورګډ شوی.

په فلم کې د رومانس او رومانس نه کولو په اړه هم ددوې ترمینځ ستونزه وه.

اوس خبره د میوزیک او سندرو ده.

د فلم یو ډاریکټر پریټام ویلي، چې په فلم که ۲۹ سندرې دي.

کله چې له نوموړي پوښتنه وشوه، چې د کوم ضرورت له مخې يې دومره ډیرو سندرو ته فلم کې ځای ورکړی؟ نوموړي وویل:

((رنبیرکپور د سندرو پر مهال د خپلو احساساتو اظهار تر بل هر وخت ښه کولای شي. د امریکايي لالا لنډ فلم په څير دا سندرې هم د فلم د کیسې یوه برخه ده.))

جاګا جاسوس چې رنبیر کپور او کترینه کیف يې مخکښ لوبغاړي دي، د راتلونکي اپریل په ۱۷ مه خپریږي.

رنبیر کپور او کترینه کیف د مینې خوږه ریشته تر اوږده مهاله وپال-له؛ خو سر ته يې ونه رسوله. دوې اوس یو له بله خفه او جدا ګرځي.