د داعش ترهګرې ډلې د بهرنیو عملیاتو او بمونو د جوړولو د دریو تنو مسئولینو په ګډون یو زیات شمیر جګپوړي چارواکي ووژل شول.
د داعش ترهګرې ډلې پر خلاف د مبارزې د نړۍوال ایتلاف ویاند ډګروال ریان ډیلون وویل چې د داعش ترهګرې ډلې د بهرنیو عملیاتو د مشر عبدالغفور او دهغه د مرستیال ابو حمام او د چاویدونکو توکو او بمونو متخصص او مسئول ابو فاطوم په ګډون څو تنه جګپوړي چارواکي په هوايي برید کې ووژل شول.
نوموړي د امریکا د دفاع په وزارت کې جوړ شوي خبري کنفرانس ته د عراق د پلازمینې بغداد نه د ټیلې کنفرانس له لارې د داعش پر خلاف د روانې مبارزې په اړه معلومات ورکړل.
هغه د داعش ترهګرې ډلې ته د ستر ګوزار ورکولو نه یادونه وکړه. هغه وویل چې د داعش ترهګرې ډلې په پټنځایونو د هوايي بریدونو په پایله کې د یادې شوې ډلې ګڼ شمیر مهم مسئولین وژل شوي دي.
د هغه په وینا د داعش ترهګرې ډلې په پټنځایونو د هوايي برید په ترڅ کې د یادې شوې ډلې د بهرنیو عملیاتو مشر او د هغه مرستیال، د چاودیدونکو توکو او بمونو متخصص او مسئول سربیره څو تنه جګپوړي چارواکي وژل شوي دي.
داعش تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.