داعش له ۲۳۲ ډېر کسان له فرمانه د سرغړونې په تور وژلي

د ملګرو ملتونو د انساني حقونو د دفتر ویانده راوینا شمدساني وايي، په وژل شویو کې ۱۹۰ کسان د پوځ پخواني سرتېري او ۴۲ ولسي وګړي و، چې د داعش له فرمان د سرغړونې او له دغو وسلوالو سره د همکارۍ نه کولو له امله وژل شوي دي.

دې ادارې د جمعې په ورځ په رپوټ کې وویل، داعش له ۲۳۲ ډېر کسان ‘له فرمانه د سرغړونې’ په تور وژلي دي.

ملګري ملتونه وايي، اسلامي دولت ډلې د موصل ښار د زرګونو کسانو په تښتولو او د دغه ښار په مختلفو سیمو کې په ځای پر ځای کولو سره دوی ‘د انساني ډال’ په توګه کاروي.

د عراق امنیتي ځواکونه چې د کورد پېشمرګو او د شیعه او سني ملېشو اېتلاف یې هم ملاتړ کوي له دوو اونیو راهیسې پر دغه ښار برید کړی دی او چارواکي وایي، تر اوسه یې په سوونو داعش وسلوال وژلي دي.

موصل د عراق یو ستر ښار دی، چې اوس هم تر یو نیم میلیون پورې ولس پکې ژوند کوي او له دوو اونیو راهیسې ددغه ښار د نیولو لپاره عملیات روان دي.