داعش وسله وال خپل مشر ورور وژلی

په عراق کې د داعش له لورې په یوه تازه بوږنوکي ویډو کې د داعش وسله والو یو تن د خپل ورور په سر ډکه تمانچه تشوي.

ویډیو کې داعش وسله وال ادعا کوي، چې نوموړی يې د عراق اردو، کردي پیش مرګه ځواکونو او د داعش په وړاندې د امریکا ایتلافي ځواکونو ته د جاسوسۍ په تور وواژه.

ویډو کې دوه داعش سرتیري، چې یو يې د ابو عبدالله په نوم پیژندل شوی، د دوو نیول شو کسانو لاسونه تړي او په سر يې ورته تمانچه ږدي.

وروسته مالومه شوه، چې په نیول شو کې یو د ابو عبدالله (داعش وسله وال) مشر ورور و. ابو عبدالله لومړی څه دعا وايي او بیا وروسته خپل ورور په ګولیو ولي.

ابو عبدالله خپله کورنۍ هم ګواښلې، چې د ورور په وژلو کې ځان ښکیل نه کړي او په کیسه کې دې نه شي.

د داعش وسله وال له لورې د ورور د وژلو دا ویډیو ۵ میاشتې وروسته له هغې ویډیو خپریږي، چې ددې ډلې یو وسله وال پکې خپله مور وژني.