دا لومړی ځل دی چې « داعش » ترهګره ډله د یوې ۳۷ دقیقه يي ویډیو په خپرولو سره ایران په تروریستي بریدونو ګواښلی دی.
ویل کیږي دغه ویډیويي فلم چې د ایران د تاریخ او فارس امپراتورۍ په اړه د معلوماتو له ورکولو سره پیلیږي او تر نن ورځې پورې په اړه په کې معلومات ورکول کیږي.
داعش ترهګرې ډلې په دغه ویډیو کې د ایران سني ډلې جهاد او د ایران د حکومت پر خلاف د بریدونو ترسره کولو ته رابللي دي.
داعش ترهګره ډله دغه ویډیو په داسې حال کې خپروي چې په سوریه او عراق کې د سترې ماتې سره مخ ده.
داعش په سوریه او عراق کې ډیری سیمې د لاسه ورکړي او نږدې راتلونکې به پاتې سیمې هم د لاسه ورکړي. داعش عراق د موصل په ښار کې هم چې اصلي مرکز يي بلل کیږي ډیری سیمې د لاسه ورکړي.