داعش ډلې پر مولوي ایاز نیازي د برید مسولیت په غاړه واخیست

یادې ډلې کابل کې د وزیر اکبرخان پرجومات د برید مسولیت چې پکې د دغه جومات ملا امام او د کابل پوهنتون د شريعاتو پوهنځي استاد مولوي ایاز نیازی ووژل شو؛ په غاړه اخیستی دی . دا عش ډلې دتیرې پنجشنبې په ورځ په خپله ویب پاڼه خپره کړي اعلامیه کې ویلي ، مولوي نیازی یې ځکه په نښه کړ، چې په خپلو ویناوو کې یې د افغان حکومت ملاتړ کاوه. د مولوي ایاز نیازي د جنازې لمونځ پرون پنجشنبه د کابل په غازي سټډیوم کې اداء او د وزیر محمد اکبرخان جومات په انګړ کې خاورو ته وسپارل شو. د بشر حقونو نړیوالو سازمانونو او د امریکا په شمول یو شمیر نورو هیوادنو دغه برید په کلکو ټکو غندلی دی . په ورته وخت کې د امریکا د بهرنیو چار وزیر مایک پمپیو د داعش پرضد له نړیوال ائتلاف غوښتي چې د دغې سخت دریځې ډلې د لمنځه وړلو لپاره دي مالي مرستې زیاتې او خپلې هڅې ګړندۍ کړي .