داعش یوه وحشي ډله ده ؛ د ځمکې له سره به يي ورکه کړو

دامریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ کانگريس ته په خپله لومړنۍ وينا کې د امريکا پر کورنيو اصلاحاتو او خدمتونو ټينگار وکړ او په متحده ايالتونو کې يې د تاوتريخوالي پېښې وغندلې.

نوموړې وايي، په امریکا کې خلک ښایي د پالیسو له امله له یو بل سره اختلافات ولري خو د دا شان ناوړه او کرکجنو کړنو په غندلو کې ټول یوه خوله یوو.

د کډوالۍ په اړه ولسمشر ټرمپ وويل، چې هېواد کې د کارموندنې، امنيت او قانون حاکميت يوازې هغه مهال سمېدای شي، چې د کډوالۍ قانون کې اصلاحات راشي.

ټرمپ پر پخوانيو حکومتونو هم نيوکې وکړې، چې د امريکا د کورني سياست او خدمت پر ځای يې په نورو هېوادونو کې پانگونې کړي او خپل هېواد يې هېر کړی دی.

سره له دې، چې ولسمشر ټرمپ پر کورني اصلاحاتو او د سياسي گوندونو پر يووالي ټينگار وکړ، خو د ډيموکرات گوند گڼ استازي ټرمپ ته د ودرېدو او چکچکو پر مهال پر خپلو څوکيو ناست وو، په خپلو کې يې يو بل سره خبرې کولې او ځينې وخت يې خندل هم.