افلاطون .
یوه ورځ یوپرهیزګاره سړی دافلاطون خواته راغی او ورسره کیناست ، ډېرخبرې يې ورسره وکړې ، دخپلوخبرو په جریان کې دفلاطون ته داهم وویل چې ، افلاطونه نن پلاني سړي ستا ډېره ستاینه وکړه . او ویل يې چې افلاطون ډېرپرهیزګاره سړی او هیڅکله يې دستاپه څېرنیک نه دی لیدلی .
افلاطون چې دسړي له خولې داخبرې واوریدې سريې په زنګنوکې کې دننه کړ او ډېرخفه شو.؟
پرهیزګاره سړي ورته وویل : یاافلاطونه ! ما تاته کوم زیان ورسولو چې داډول زړه تنګی او خفه شوې ؟
افلاطون ورته وویل : ای خواجه ! ماته ستاله لوري کوم تکلیف ونه رسیده ، خو له دې سترخفګان چېرته وي چې جاهل دې زما ستاینه وکړي او زما کړنه دهغه خوښ شوی وي .؟ افلاطون وویل : زه نه پوهیږم چې ما کوم داسې جاهلانه کارکړی چې ددې جاهل خوښ شوی دی .