دامریکا سفیر: په افغانستان کې ټاپي پروژه مهم ګام بللې او افغانانو ته يې مبارکي ویلې

 

 

په کابل کې د امریکا د متحده ایالاتو سفیر، جان بس، په افغانستان کې د ټاپي پروژې د پرانیستل کیدو هرکلی کړی او افغانانو ته یې د دې اقتصادي پرمختګ مبارکي ویلي ده

نوموړي پر خپل ټویټر لیکلي چې د افغانستان او پآکستان له لارې هند ته د ترکمنستان د طبیعي ګاز د نل لیکې پروژه  د اقتصاد په برخه کې لوی ګام بللی او ویلي دي چې دا به د سیمه ییزې همکارۍ له پراختیا سره مرسته وکړي

د جان بس په وینا د دې پروژې په مرسته نه یوازې خلکو ته د کار کولو زمینه برابره شي، بلکې افغانستان ته د ارزانه انرژۍ ښه منبع په لاس ورځي

په ورته وخت کې افغان حکومت وایي، چې په ټاپي پروژه کې به تر ۱۰ زره زیاتو افغانانو ته د کارکولو زیمنه برابره شي او هم به افغان حکومت په کال کې ۵۰۰ میلیون ډالره له دې درکه ترلاسه کوي

د چارواکو په خبره د هرات ښار ته نیږدې به د مایع ګاز د توزیع یو ستر مرکز جوړ شي، د منځنۍ اسیا د ریل پټلۍ به چې د ترکمنستان له خاورې راتیره شي او د هیودونو تر منځ د ارزانه ترانزیت نوې لار به جوړه کړي

د هرات د چارواکو په وینا،هغه نوري فایبر او د بریښنا انرژي به چې د افغانستان په خاوره کې له ترکمنستانه د پاکستان خاورې تېرېږي، د هرات د صنعتي پارک فعالیت چټک کړي.