دامریکا په شمول دنړۍ ۷هیوادونه پر پاکستان اقتصادي بندیزونه لګوي

د پاکستان د پوځي استخباراتو پخوانی مشر حمیدګل د دغه هېواد د افراطي ډلو استازو سره لاسونه ورکړي دي

د مالي چارو مشهورې امریکایي مجلې، فوربس، لیکلي چې د نړۍ ۷ لوی هېوادونه؛ د امریکا متحده ایالات، جرمني، برتانیا، فرانسه، کاناډا، ایټالیا او جاپان او ورسره هندوستان او افغانستان په پاکستان باندې اقتصادي بندیزونه لګوي.

فوربس لیکلي چې دغه بندیزونه په پاکستان باندې له ترهګرۍ څخه په دولتي کچه د دغه هېواد د ملاتړ له امله لګول کیږي.

مجلې لیکلي چې، تېره ورځ د مالي اقداماتو ځانګړي ګروپ /Financial Action Task Force/ چې جي ۷ هېوادونه یې مشري کوي، پاکستان ته د ترهګرو د تمویل له امله درې میاشتې وخت اخطار ورکړ. که پاکستان د ترهګرۍ پر ضد اړتیا وړ ګامونه وانه خلي، کېدای شي چې دغه هېواد د نړیوالې بانکدارۍ لپاره د نه ورتګ په زون باندې واړول شي.

فوربس لیکي چې، تېره اونۍ د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت یوه چارواکي ګواښ وکړ چې که پاکستان د طالبانو ملاتړ ته دوام ورکړي د هغه هېواد به د پاکستان پر ضد د ملګرو ملتونو د بندیزونو غوښتنه وکړي. همدارنګه، هندوستان به هم د هغو ترهګرو د ملاتړ له امله چې د کشمیر په شمول هند په نښه کوي، د پاکستان پر ضد د ملګرو ملتونو د بندیزونو غوښتنه وکړي.

فوربس لیکي چې، د دغه ډول بندیزونو لپاره باید ژر تر ژره، د جي ۷ هېوادونو او په ځانګړې توګه له پاکستان څخه د لویو واردوونکو هېوادونو په مرسته، چمتووالی ونیول شي. فوربس متحده ایالات، برتانیا او جرمني د هغو هېوادونو په کتار کې راوستي چې له پاکستان څخه ډېر واردات کوي.

د مالي چارو دغه مشهوره امریکایي مجله لیکي، چین او روسیه به پر پاکستان د بندیزونو مخالفت وکړي، خو هغوی باید په دې پوه شي چې په دې لاره کې ودرېدل کولی شي چې هغوی په ترهګرۍ کې ورښکېل کړي.

فوربس مجله لیکي، بندیزونه باید هغه سوداګرۍ په نښه کړي چې د پاکستان نظاميانو او استخباراتو پورې اړوندو عناصرو پورې ارتباط لري. مجله لیکي چې، ښه توله شوي بندیزونه به د بري چانس زیات کړي، او په بې ګناه پاکستاني اتباعو باندې، چې هغوی هم په پاکستان کې د مېشتې ترهګرۍ قربانیان دي، به د بندیزونو تاثیر کم کړي.

فوربس لیکي چې، په داسې حال کې چې په پاکستان کې د ترهګرۍ د پېښو تلفات له ۲۰۱۳ کال راهیسې کم شوي، په عین وخت کې بیا په افغانستان کې دغه تلفات زیات شوي دي او دا معلومات په ګوته کوي چې په پاکستان کې مېشتو ترهګرو خپلې هڅې په افغانستان متمرکزې کړي دي.

دغه امریکایي مجله لیکي چې، د نړۍ ولسواک اقتصادي قوتونه باید نه یوازې دا چې د په نښه شويو بندیزونو په حمایه کولو سره افغانستان او هندوستان خوندي کړي، بلکه په کار دی چې د دغو بندیزونو د عملي کولو رهبري پر خپله غاړه واخلي. مجله لیکي، هندوستان او افغانستان به دا قدرت ونه لري چې په ملګرو ملتونو کې داسې اړتیا وړ رایې ترلاسه کړي چې نړیوال بندیزونه ولګوي، او نه به هم د هغوی د مارکېټ زور هغوی ته اجازه ورکړي چې په پاکستان باندې یو اړخیز بندیزونه ولګوي، خو هغه لوی ولسواک واردوونکي (متحده ایالات، جرمني، برتانیا، افغانستان، فرانسه، هسپانیه او ایټالیا) چې له پاکستان څخه واردات کوي به په ځانګړې توګه کاري ګوزار ورکولی شي، او په کار دی چې دغه هېوادونه په ملګرو ملتونو کې بندیزونو ته لوجیستیکي او سیاسي ملاتړ برابر کړي.

فوربس لیکي، له پاکستان څخه یو لوی واردوونکی هېواد، چین، به د دغو بندیزونو مخالفت وکړي. روسیه، چې د طالبانو ملاتړ کوي، به هم د بندیزونو مخالفت وکړي، خو دغه دوه هېوادونه کولی شي چې د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې خپله ژمنتیا یوازې هغه وخت ثابته کړي چې د نړیوالې ترهګرۍ پر ضد ګامونه واخلي: او پاکستان د ترهګرۍ د دولتي ملاتړي په توګه ونوموي، او په هغو پاکستاني کمپنیو چې پوځ او استخباراتي ادارو پورې ارتباط لري بندیزونه ولګوي.