دامریکا په نیویارک کې یو سړي په خلکو موټر خېژولو پېښه کې اته تنه وژلي

دغه پېښه د امریکا په نیویارک ښار کې شوې ده. د معلوماتو له مخې یوه کس د باسکیلونو پر سرک روان خلک په خپل موټر ووهل او اته کسه یې ووژل. پولیسو یو مشکوک سړی په ډزو ویشتلی او نیولی یې دی. پولیسو له خلکو غوښتي، چې سیمې ته له ورتګه ډډه وکړي، ځکه په وینا یې په دغه سیمه کې پراخې بېړنۍ چارې روانې دي. امریکايي پولیسو دا یوه ترهګریزه پېښه بللې او وايي فدرالي څارګره اداره ایف بي ای یې په تړاو پلټنه کوي.