دامریکا په کالیفورنیا کې اورلګیدنې ۱۰ تنه وژلي او په سلګونو کورونه یې ویجاړ کړي

د امریکا په کالیفورنیا ایالت په درې سيمو د اور لگېدو له امله لږ تر لږه لس تنه وژل شوي، پنځلس سوه ودانۍ يې ویجاړې کړي او زرگونه کسان یې بې کوره کړي دي.

د چارواکو په وينا اور په تېزۍ مخ پر زیاتېدو دی، تر اوسه يې ۱۵۰۰ لوړپوړیزې ودانۍ ويجاړې کړي او زرگونه کسان خوندي سيمو ته لېږدول شوي دي.

په ځنگله کې د لگېدلي اور له امله د د کالیفورنیا ناپا، سنوما او یوبا سیمو نژدې شلو زرو کسانو خپل کورونه پرېښي دي.

د کالیفورنیا والي په دغه ایالت کې بېړنی حالت اعلان کړی دی.

چارواکو ویلي، چې لگېدلي اور له پنځلس سوو زیاتې ودانې ویجاړې کړي، د نورو زیانونو د اوښتې وېره یې ښوولې او له همدې امله یې خلکو ته خبرداری ورکړی، چې خپل کورونه پرېږدي او خوندي سيمو ته ځانونه ورسوي.

تر اوسه د لگېدلي اور لامل نه دی په گوته شوی، اور وژونکې ډلې هڅه کوي، چې اور ووژني، خو دغه ډلې په خپلو کارونو کې له ستونزو سره مخ دي.

هر کال د اوړي په میاشتو کې د امریکا په ځنگلونو کې اورونه لگېږي، چې له امله يې گڼو خلکو ته د مرگ ژوبلې سربېره پرېمانه مالي زیانونه هم اوړلي.