د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، پاکستان پر ډیورنډ فرضي کرښه د دېوال او یا نورو تاسیساتو د جوړولو هيڅ حق نه لري.
ددغه وزارت ویاند نجیب دانش اسوشيټېډ پرېس خبري اژانس ته دا خبره وروسته له هغه کړې، چي د سې شنبې په ورځ پاکستاني پوځ وویل، د افغانستان سره د ډیورنډ پر کرښه یې د امنیت د ښه کېدو په هدف د دېوال جوړول پیل کړي.
د پاکستان د پوځ خبرپاڼه کي راغلي، چي د دغه دېوال جوړوني لومړنی پړاو به په باجوړ، مومندو او خیبر قبایلي سیمو کي بشپړ سي، خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش خبرداری ورکړ، چي که پاکستان پر ډیورنډ کرښه دېوال یا نور تاسیسات جوړ کړي، دوی به متقابل اقدامات وکړي.
نوموړي د اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس سره خبرو کي پر ډیورنډ فرضي کرښه د دواړو لورو تر منځ وروستیو جګړو ته اشاره کړې او ویلي یې دي: پاکستان تر دې مخکي هم پر ډیورند فرضي کرښه د تاسیساتو د جوړولو تېروتنه کړې وه، چي زموږ د سخت عکسالعمل سره مخ شو.”
بل خوا د افغانستان د سرحدونو او قبایلو چارو سرپرست وزیر غفور لېوال هم وايي، افغان حکومت پر ډیورنډ فرضي کرښه د دېوال جوړولو په اړه هېڅ ډول توافق نه دی کړی او دا چاره په سیمه کي د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کي مرسته نه شي کولای.
د ښاغلي لېوال په وینا، افغان حکومت به د هر هغه اقدام مخالفت وکړي، چي د ډیورنډ پر فرضي کرښه د پرتو ولسونو د خوښي خلاف وي.