داچمن چمن وطن مې – داګلشن ګلشن وطن مې

شاعر: صدیق الله روغمن

داچمن چمن وطن مې – داګلشن ګلشن وطن مې

دمرګونو خزانه شوه – خدای جوړ کړي دا وطن مې

 

نن ديوې کلیمې ورونه – دیوبل وینوته تږي

دپردوپه کاڼوخدایه ــ یودبل سرونه ولي

 

اسمان ولي نه رالوېږي ــ ځمکه ولې نه خوځېږي

دافغان په وینو سورشو ــ دا پرهر پرهر وطن مې

 

داچمن چمن وطن مې – داګلشن ګلشن وطن مې

دمرګونو خزانه شوه – خدای جوړ کړي دا وطن مې

 

نن طالب دی که عسکردی ــ دهمدې خاورې لښکردی

که په هر لوروژل کېږي ــ خو د پاک الله بشردی

 

د پردو دلاسه خدایه ــ کورکې جوړ راته محشر دی

دنړۍ د جنګ مېدان شو ـــ دا سنګر سنګر وطن مې

 

داچمن چمن وطن مې – داګلشن ګلشن وطن مې

دمرګونو خزانه شوه – خدای جوړ کړي دا وطن مې

 

کونډې رنډې یتیمان شول ـــ ټول ځوانان موشهیدان شول

خپل ودان کورونه یې وران شول ــ دبل کورکې ګاونډیان شول

 

په وران کورکې ام چا پرینښول ـــ لاړ خواره په ټول جهان شول

خدایه ته پرې رحم وکړې ـــ په دي وران ویجاړ وطن مې

 

داچمن چمن وطن مې – داګلشن ګلشن وطن مې

دمرګونو خزانه شوه – خدای جوړ کړي دا وطن مې

 

بس کړئ بس کړئ نړیوالو ـــ ای زما خپلو ګاونډیانو

په ظاهر کې مو دوستانو ـــ په باطن کې ښامارانو

 

نورخو بس دی صبروکړئ ــــ ای بې رحمه  ظالمانو

نور دخدای نه وویرېږئ ــ لږخوپ ېږدئ دا وطن مې

 

داچمن چمن وطن مې – داګلشن ګلشن وطن مې

دمرګونو خزانه شوه – خدای جوړ کړي دا وطن مې

 

بس داجنګونه پرېږدئ ـــ نورنو دا ظلمونه پرېږدئ

د وحدت لاسونه ورکړئ ـــ دغه ستا اوزما پرېږدئ

 

وطن جوړکړئ افغانانو ـــ دا پښتو او فارسي پرېودئ

روغمن لاړو په ارمان کې بیا که جوړشي دا وطن مې

 

داچمن چمن وطن مې – داګلشن ګلشن وطن مې

دمرګونو خزانه شوه – خدای جوړ کړي دا وطن مې