دایران دولسمشرۍ ددولسمې دورې انتخابات سبا د جمعه په ورځ کیږي

د ایران د ولسمشرۍ د دوولسمي دورې انتخاباتو ته یوه ورځ پاته ده.چې

سبادجمعه په ورځ به دې حسن روحاني، ابراهیم رئیسي، مصطفی هاشمي طبا او مصطفی اقا میرسلیم به دغه انتخاباتي سیالۍ ته سره ودرېږي.

روحاني او رئیسي تر نورو مخکي ښکاري. دوو نورو کاندیدانو محمد باقر قالیباف او اسحق جهانګیري څو ورځي مخکي تر انتخاباتو له کاندیدۍ لاس واخېست، قالیباف د رئیسي په ګټه او جهانګیري د روحاني په ګټه تر کانديدۍ تېر شول.

سبا جمعه د ولسمشرۍ له انتخاباتو سره پر یوه وخت د ښارونو او کلو د شوراګانو پنځم انتخابات هم په ایران کي ترسره کېږي.

د ایران مذهبي مشر ایت‎ الله علي خامنه ‎اي د چهارشنبې په ورځ له خلکو وغوښتل چي په سوله ییزه او امن فضا کي رایي ورکړي.

حسن روحاني په حقوقو کي دوکتورا لري او ابراهیم رئیسي په فقه او حقوقو کي دوکتورا اخېستې ده.

حسن روحاني د ښځو او نجونو په باور تر نورو کاندیدانو غوره دی او دوی وایي چي روحاني په تېره دوره کي دوی ته نسبتاً ډېر کار کړی دی.

د ایرنا دولتي اژانس په وینا تر ۵۶ میلیونه ډېرکسان اوس د دې جوګه دي چي رایي ورکړي. د ایران د اساسي قانون له مخي که یو کاندید هم ونه توانېد چي پنځوس جمع یو رایي خپلې کړي نو بله جمعه به دوهم ځلي انتخابات وشي.