د ایران مذهبي مشر سید علي حسیني خامنهاي چې په ایتالله خامنهاي مشهور دی دا منلې وه چې د رهبرۍ وړتیا نهلري او د ده په انتخابېدو سره باید د ملت پر حال وژړل شي.
نوموړي دا څرګندونې په یوه پخوانۍ ویډیو کې کړي.
د خبرګانو د مجلس د وېډیو خپروونکي ژورنالېست شهید علوي رسنیو ته وویل چې وېډیو له ایران دننه چا ورته لېږلې وه او ده هم خپره کړه.
“د وېډیو رالېږونکي غوښتل ثابته کړي هغه کس چې خلکیې نالایقه رهبر بولي او باید د ولایت فقیه له تخته راکوز شي په خپله هم مني چې د هغه ملت په حال باید وژړل شي چې دی یې رهبر وي. فکر کوم د وېډیو رالېږونکي همدا هدف و چې دا خبرې د خلکو هغو اعتراضونو ته مشروعیت ورکوي چې د رژیم او خامنهاي پر ضد یې پیل کړي دي او منځلاري هم د دې وېډیو په کتلو سره خپل دریځ بدل کړي.”
خو یو شمېر بهر مېشتي ایراني کارپوهان له هغې ډلې مجید محمدي وايي:
“خامنهاي هغه تواضع یوازې د خپلې رهبرۍ د اطاعت د تضمین لپاره غوره کړې وه او وروستهیې ثابته کړه چې یو جاطلبه واکمن دی.”
د خامنهاي دا خبرې په داسې حال کې افشا شوي چې په ایران کې د رژیم او په خاصه توګه د مذهبي رهبر پر ضد شعارونه ورکول کېږي.
سید علي خامنهاي د ایران د اساسي قانون پر اساس د هېواد تر ټولو عالي مقام او د پوځیانو اعلی سر قوماندان ګڼل کېږي او په سیاسي او لویو چارو کې یې پرېکړې وروستۍ او ټاکونکې دي.
ایراني چارواکو د اوسنۍ وېډیو په اړه څه نهدي ویلي، خو تر وروستیو مظاهرو را دېخوا یې د امریکا، سعودي عربستان، اسرائیل او یو شمېر هېوادونو استخبارات تورن کړل چې په کورنیو چارو کې یې لاسوهنه کوي