دوکتور قدرت الله نظري
* په ډله کې باید یوه کس ته نصیحت ونکړو
* پر هر څه باید ونه خندو، په هر قیمت باید ډله ونه خندوو!
* د چا له اجازې پرته انځور وانخلو او نه یې ویدیو وکړو.
* د نورو د عاید اندازه په موږ پوري اړه نلري.
*که په ډله کېښناستلی دستي هغه ٢ اصطلاحات چې تاسو د کتاب څخه زده کړي دي د نورو مخ ته ایږدي.
* د ځان څخه صاحب نظر مه جوړوه چې د خلګو په د وریښتانو په موډ، رنګ، آرایش، چاغې او ډنګروالی نظر مه ورکوئ.
*د نورو لهجې مه مسخره کوئ.
*د چا د کور یا دفتر څخه چې راووتلې او دروازه مو وتړل دستي د هغه غیبت او بد ویل مه پیل کوئ.
*خپل دوستان د مخالف جنس په مقابل کې د لاسه مه ورکوه.
* د موتر څخه کثافات دباندې مه غورځوئ.
*د خصوصي چټ ( خبرو کولو) څخه سکرین شارتونه مه اخلئ.
* د چوکې د شاه څخه فشار مه راوړئ
* د خپل کور د کلکېن څخه د همسایه ګانو تګ راتګ مه چک کوئ
*که چا درته تحفه رانیوله نو دستي یی قیمت مه راباسی
* که د کوم چا مېلمه وي نو کوښښ مه کوه چې د یوه شی پیسې ورکړي
*د موترواني د قوانینو نه مراعات کول زموږ د چالاکۍ نښانه نده.
* که نورو درسره آرامه خبرې کولي فکر مکوه چې تر تا ښکته دی.
* هغه خبرې کوه چې ستا تر توان لاندې وي
* هغه کار کوه چې د ترسره کولو توان یې ولري.
* که کوم شی نشي تر سره کولای نو ناحقه وعدې مه ورکوه.
*که د چا سره د خبرو کولو توان نلری نو ملنډې مه ورباندې وهه.
* که د کوم چا راز درسره وي نو کوښښ وکړه چې پټه یی وساتې.
* د ملګرو سره چل او فریب مکوه.
* ملګرو ته د درواغو وعدې مه ورکوئ.
که پورته خبری پر ځان په سم ډول عملی کړو نو د ټولنې منل شوې اشخاص به یو او تل به مو د ټولنې وګړي قدر او عزت کوي. نو زموږ او ستاسو عزت زموږ په لاس کې دی چې څه ډول ټولنې ته ښیو چې زموږ سره روابط ولري.