دا غني به خاورې شي!

چغې وهي اجل مُلا ته اورې او که نه اورې

تشه خاوره نه ده غني څنګه به شي خاورې

دا غني به خاورې شي ورک به شي او هېر به شي

خو غني هېر نه شو، نه ورک شو او نه خاورې شو. ځکه چې، ((دا خاوره څه طاقت لري چې دا ککرۍ خاورې کړي)).

غني خان هم دا خاورې نه شي خاورې کولاى، نه به له چا هېر شي او نه به ورک شي، ځکه هغه چې کوم فکر دې ولس ته ورکړى او څه يې دې ولس ته پرېښي هغه به تر هغې ژوندي وي، چې تر څو په نړۍ کې انسانان ژوندي وي.

زه يم زه رنګ سرور او شرنګار زه يم

د جانان سترګو کي مړاوى خمار زه يم

هو،  د هغه غني خان د تلين په ورځ ،چې سرور زرو، شرنګار و، د جانان د سترګو مړاوى خمار و، دا د غني خان ٢١م تلين دى، هغه غني، چې په ناوېشلي هندوستان کې يې خاپوړې کړې وې او وروسته يې ټول ژوند په خېبر پښتونخوا کې تېر کړى و.

مقبره د مړو ډکه ترېنه ښه ده

د جاهلو بې غېرتو ښار به څه کړم

رښتيا هم، هغه چې سياست ته يې شا کړه او ادب ته يې مخه کړه، د جام او د سرور محفلونو ته لاړ او هغه ادب يې تخليق کړ، چې نړۍ ورته حېرانه شوه، د شلمې پېړۍ يو لوى او معتبر نوم او د فلسفي او انقلابي شاعر په نوم وځلېده.

سيال يې د ځان ولې کړم چې زه د خاورو سيال وومه

هغه لال مې څه شو چې يي زه وړوکى لال وومه

غني خان د پښتو ادب لوى ستورى، لوى مبارز، فلسفي او انقلابي شاعر او ډېر مېړنى پښتون و، هغه د دې هر څه سره سره يو ډېر ښه مجسمه ساز هم و.

يا زه جوړ يم، دا کُل خلک لېوني دي

يا دوى جوړ دي، بس يو زه يم لېونى

او رښتيا هم، غني خان ته دا ټول خلک لېوني ښکارېده، ځکه خو يې ځان ته ((لېونى فلسفي)) وايه.

غني خان په شاعرۍ کې له هر قېده ځان ازاد کړى و، د هغه په شاعرۍ کې د چوکاټ پر ځاى په پېغام ډېر زور راوړلى شوى دى، ځکه هيڅ د شاعرۍ هيڅ جوړوو شوو چوکاټونو کې يې شاعري نه ده کړې.

د هغه ((ګډو وډو)) ته به هم خلک په تمه ناست و، د هغه په ګډو وډو کې ډېر څه پراته دي. هغه چې د پښتون کومه نقشه راښکلې، تراوسه پورې يو شاهکار اثر ګڼلى کېږي.

ما په ګل کې وليد، ته يې نه مومې کتاب کې

اې ملا! ستا نيم کتاب مې واورېدو رباب کې

غني خان په ١٩١٤م کال کې زېږېدلى او په ١٩٩٦م کال کې د مارچ په پنځلسمه له دې فاني نړۍ سره مخه ښه کړې وه. په ګور دې يې نور شي.

د اسيا د دې لوى مجسمه ساز، شاعر، ليکوال، سياسيون او فيلسوف د ياد په دې ورځ لر و بر کې غونډې او سيمينارونه راجوړېږي، چې د هغه په ياد به پکې خبرې کېږي او د هغه خدمتونه به يادولى شي.

که خازې شنې مې په قبر وې ولاړې

که غلام مړ وم راځئ توکئ پې لاړې

دا ليک د ممتاز اورکزي په دې شعرونو راغونډوم، چې ستر غني خان په ياد کې يې ليکلي دي.

زما ستاره غني، زما ربابه غني

زما کتابه غني، زما فرهنګه غني

زما خاکساره غني، د خاورې ياره غني

تر هر چا لويه غني، تر هر چا دنګه غني

ممتاز اورکزى

ليکوال : رحمت ديوان