دا مه هېروئ!

دا مه هېروئ چې خدای پاک تل ستاسو ساتونکی دی.
دا مه هېروئ چې تل په زړونو کې د ځانونو د بښلو لپاره ځای وساتئ.
دا مه هېروئ چې د ورځې په سر کې مو یو مثبت فکر ټوله ورځ بدلولای شي.
دا مه هېروئ، څو چې په خپله ونه غواړی، هېڅوک هم نه شي کولای ستاسو ژوند خراب کړي.
دا مه هېروئ چې که غواړی د نېکبختۍ کښت مو ښه وده وکړي، لومړی د خپلو زړونو ځمکه هواره کړئ.
دا مه هېروئ، دې پر ځای چې ووایی «څه خرابه ورځ ده» ووایئ «اه څه ښکلې ورځ ده».
دا مه هېروئ چې د وجود هر یو سلول مو هغه څه اورې چې تاسو یې وایی، نو هڅه وکړئ چې تل مثبتې خبرې وکړی.
دا مه هېروئ چې دعا مو پر روحيه مثبت اغېز کوي، نو دعا کول مه هېروئ.
دا مه هېروئ چې ژبه هډوکي نه لري، خو دومره زوروره ده چې ان زړونه ماتولای شي. خپلو خبرو ته پام کوئ.
دا مه هېروئ چې که مو په خبرو کې منفي ټکي وي په مثبتو یې بدل کړئ.
دا مه هېروئ، چې که هره ورځ له خلکو سره یوه ښېګڼه هم وکړئ ډېرې ښېګڼې به مو په برخه شي.