دا ځل د کبډي نړیوال جام په ۲۰۲۰ م کال کې کېږي

د کبډي لوبې چې د ۲۰۰۴ م کال راهیسې د کبډي نړیوال فدراسیون له خوا په نړیواله کچه پیل شوي تر دې دمه یې درې پړاوونه شوي، چې درې واړه پړاوونو کې هندوستان اتل شوی دی.

د کبډي لوبو نړیوال جامونه درې ځلې ترسره شوي، چې ۲۰۰۴ م کال کې د دې لوبو اتلولي هندوستان وګټله، ۲۰۰۷ م کال کې یې دوه یم پړاو ترسره شو، چې د دې پړاو اتلولي هم هندوستان وګټله او درې یم پړاو جام بیا په هندوستان کې ترسره شو، چې دا پړاو هم هندوستان وګاټه.

هندوستان درې ځلې د کبډي لوبو اتل پاتې شوی؛ تمه وه چې څلورم پړاو کبډي لوبې د ۲۰۱۹ م کال په اپریل میاشت کې پیل شي؛ خو د تخنیکي او مالي ستونزو له امله لغوه شوې.

د کبډي لوبو اړوند وېب پاڼو د خبر له مخې د کبډي راروان جام به په دوبۍ کې ترسره شي.