دبنګه دېش او افغان ۱۹ کلنو ملې لوبډلې ترمنځ لومړۍ لوبه بنګله دېش وګټله

 

د افغانستان او بنگله‌دېش ۱۹-کلنو ملي لوبډلو ترمنځ د پنځو یوې ورځنیو لوبو د لړۍ لومړۍ لوبه د بنگله‌دېش په بریا پای ته ورسېده. دغې لوبې کې د ۱۹- کلنو ملي لوبډلې د ۱۴۵ منډو په توپیر ستره ماتې وخوړه.

د لوبې پچه افغان ۱۹-کلنو لوبډلې وگټله او د توپ اچونې پرېکړه يي وکړه.

د بنگله‌دېش ۱۹-کلنو لوبډلې ټاکل شوو پنځوس اورونو کې خپل نهه لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د یو شمېر توپ وهونکو ښه توپ وهنې پر مټ ۲۲۲ منډې جوړې کړې.

بنگله‌دېش ۱۹-کلنو لوبډلې لپاره توحید هرېډای په ۸۵ توپونو د څلورو څلوریزو په مرسته ۵۲ او موحدالاسلام په ۸۴ توپونو د یوې څلوریزې په مرسته ۳۵ منډو جوړولو سره تر ټولو زیاتې منډې جوړوونکي توپ وهونکي ول.

افغانستان لپاره مجیب تر ټولو زیاتې وېکېټې واخیستې. نوموړی خپل لسو اورونو کې ۲۲ منډو ورکولو سره څلور وېکېټې واخیستې. طارق ستانکزی ۲ او نوین الحق، یوسف ځاځی او شمس الرحمن یوه یوه وېکېټه واخیسته.

ځوابي توپ وهنې کې ۱۹-کلنو ملي لوبډلې ډېره کمزورې او خرابه لوبه وکړه او هیڅ توپ وهوونکی ځانگړو مونډو په جوړولو بریالی نه شو.

ځوابي توپ وهنې کې د کمزورې توپ وهنې په پایله کې افغانستان په ۳۴٫۲ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره یوازې ۷۷ منډې جوړې کړې.

افغانستان لپاره نوید عبید ۶، طارق ستانکزی ۱۶، پروېز ملک ۶، دروېش رسولي صفر، نثار وحدت ۱۰، ابراهیم ځدران ۲، شمس الرحمن ۵، اکرام فیضي ۳، نوین الحق ۸، مجیب ۵ او یوسف ځاځی ۲ منډې جوړې کړې.

بنگله‌دېش لپاره قاضي انیک ۴، نعیم حسن ۳ او روبېل حق او منیر اسلام یوه یوه وېکېټه واخیسته.