ددغو ۱۵ مهمو ټکو په مراعتولو سره ښه رییس شئ

د کسب و کار او رهبرۍ د کارپوهانو په اند د یوه ښه رییس ۱۵ نښې نښانې عبارت دي له:

۱ ـــ مهربان

یو ښه رییس هغه څوک دی، چې خپلو کارمندانو ته لومړیتوب ورکوي او په دې باندې پوهېږي، چې کله وخت د ژوند پېښې زموږ له کنټرول څخه بهر دي. یو ښه رییس په سختو او ستونزمنو شرایطو کې خپلو کارمندانو ته د کړنو آزادي او په نفس باندې اعتماد ورکوي، ترڅو هغو وکولای شي، په راتلونکې کې خپل کار په سمه توګه ترسره کړي.

۲ ـــ کارمندان یې د آرامتیا احساس کوي

ستاسو د لاس لاندې خلک داسې احساس کوي، چې په ډېرې آسانۍ سره کولای شي، چې خپلې طرحې او نظریې له تاسو سره شریکې کړي، د دې له ویلو څخه چې په څه باندې نه پوهېږي، ونه وېرېږي او خپلې تېروتنې ومني. که چېرې دا ډول ځانګړتیاوې لرئ، نو یو ښه رییس یاست، ځکه ستاسو کارمندان کولای شي خطره منونکي واوسي او خپل افکار په ډېرې هوساینې او آرامتیا سره بیان کړي، دا مورد د لا بریا او ګټې د رامنځته کېدو سبب ګرځي او کارمندان به ډېر کم اروایي فشار ولري، دغه راز هغوی کولای شي، د لوړ خطر پرمهال ښې او اغېزمنې کړنې ولري.

۳ ـــ خپله معلومات لري

تر ټولو غوره رهبران هغه کسان دي، چې د خپلو انګېزو په اړه معلومات لري او د تصمیم نیونې توان او وړتیا لري. خپله معلومات لرل د بریالیو مدیرانو یوه له اړینو ځانګړتیاوو څخه ده، په داسې حال کې، چې د دې صفت روزنه د ډېری کسانو لپاره آسانه نه ده.

۴ ـــ د ټیمي کار له اصولو او قوانینو سره آشنا دي

کله چې ټول یا مشتریان، ستاسو له ټیم سره مله دي، هېڅوک نه شي کولای، پوه شي، چې رییس څوک دی، ځکه یوه ښه رییس، خپل کسان په سمه توګه سازماندهي کوي او په سم تګلوري ورته لارښوونه کوي.

۵ ـــ د خپلو کارمندانو د پرمختګ اسباب او وسایل چمتو کوي

کله چې ښه کارمندان لرئ، نو هڅه کوئ، چې وې ساتئ، ځکه لوړه ګټه او اغېزمنتیا لري، خو د هېچا نه خوښېږي، چې د اوږدې مودې لپاره په یوه ټکي کې پاتې شي. هڅه وکړئ، چې د هغوی له لید څخه دې قضیې ته وګورئ او د هغوی د ودې او پرمختګ لپاره شرایط برابر کړئ، که چېرې هغوی په خپل کار کې وده او پرمختګ ونه لري، له تاسو سره به پاتې نه شي، کله وخت د هغوی د پرمختګ شرایط ستاسو په شرکت کې رامنځته کېږي او کله وخت شونې ده، چې د هغوی لپاره ستاسو له شرکت څخه بهر فرصتونه برابروي.

۶ ـــ عدالت کوي

ښه رییسان د نورو نظرونو ته په سمه توګه غوږ نیسي، ښایي کوم څوک تاسو ته ښې او بدې خبرې وکړي، پوهېږې، چې د خوړو له خوړلو وروسته خواړه مو په غاښونو کې نښلي؟ خوښېږي مو نه چې دا ډول یوه جمله واورئ، خو د نورو نظرونو ته په سمه توګه غوږ نیول، د یوه بریالي ټیم په رامنځته کېدو کې ډېر مهم او حیاتي دی.

۷ ـــ سخت ګیر او جدي دي

د یوه ښه مدیر په توګه د کارونو د ترسره کولو او موخو ته د رسېدو ترڅنګ، باید په ډېره جدي توګه خپلو افرادو ته لارښوونه وکړئ. مکافات د کارونو د بریا ضمانت کوي او د دې سبب ګرځي، چې افراد لا ډېر مسؤولیت منونکي واوسي او ننګونې په پرانیستې غېږه ومني. تر ټولو غوره رییسان هغه کسان دي، چې جذاب یا ستړي کوونکي او اړین کارونه یو د بل ترڅنګ ځای پرځای کوي.

۸ ـــ کولای شي د نورو په مرسته خپل کارونه پرمخ یوسي

ښه رییسان خپل وضعیت بررسي کوي او د هغو کسانو په ګمارنې سره، چې پوهه او ښه مهارت لري، خپل کارونه ترسره کوي، زه د ټیټې کچې له اجرایه مدیرانو څخه د یوه ټیم په تشکیل باندې بشپړ باور لرم، چې کولای شي، له کارمندانو سره مرسته وکړي، ترڅو مهم تصمیمونه ونیسي او په مستقله توګه ټول کارونه پرمخ بوځي او دغه راز ټولو ته د چارو سپارل او نورو ته د افکارو د بیان اجازه ورکول، په ټیټه کچه کې د اجرایه مدایرانو د روزنې تر ټولو مهم ټکي دي.

۹ ـــ روڼتیا ( شفافیت ) رامنځته کول

یو ښه مدیر یا رییس تل روڼتیا رامنځته کوي. د کارمندانو او د کار ځای د روڼتیا ترمنځ تل مستقیمه اړیکه شتون لري. هغه رهبران او مدیران، چې روڼتیا رامنځته کوي، د کارمندانو ترمنځ تل له ډېر درنښت څخه برخمن دي.

۱۰ ـــ د خپل ټیم الهام بښونکي دي

څه څیز د دې سبب ګرځي، چې یو مدیر نورو ته د چارو سپارلو، د کارمندانو د کارونو د مدیریت او یا د خپلو ورځنیو دندو د ترسره کولو توان او وړتیا ونه لري. هغه څه چې له افرادو څخه یو ښه رییس جوړوي، د هغوی د الهام بښلو وړتیا ده، چې البته دا کم پیدا ګوهر دی. هغه رییس، چې کولای شي، په خپل ټیم باندې اغېز ولري، له هغه صنعت او برخې څخه بهر، چې پکې کار کوي، کولای شي د خپلو کارونو پایله وګوري. په افرادو باندې مدیریت آسانه کار دی، خو الهام بښونکی اوسېدل او په هغوی اغېز ښندنه، یو ځانګړی مهارت او تجربه غواړي.

۱۱ ـــ له خپلو کارمندانو څخه منندوی دي

یو ښه رییس تل له خپلو کارمندانو او د هغوی له هڅو څخه منندویي کوي، پرته له دې چې داسې احساس وکړي، چې له شان څخه یې څه کم شوي دي. ښه رییسان په دې باور دي، کله چې کارمندان داسې احساس وکړي، چې کار یې د رییس له خوا د منلو وړ دی، نو لا ډېره هڅه کوي، چې هوښیارانه کړنې ترسره کړي او لا ډېره وفاداري به ولري.

۱۲ ـــ د چارو جوړښت مشخص کوي

هڅه وکړئ، چې هر کارمند ته مشخص جوړښت ورکړئ، ترڅو په دې باندې ډاډمن شي، چې د خپلو دندو له لایحې او مسؤولیتونو څخه خبر دي، هغوی ته روزنه ورکړئ او په چارو باندې یې مسلط کړئ، په ځینو مواردو کې، که چېرې تاسو تل هغوی ته نوې دندې وسپارئ او په مسؤولیت کې یې بدلون را منځته کړئ، نو په سر درګمۍ باندې اخته کېږي، چې دا برعکس پایله لري.

۱۳ ـــ له کارمندانو سره ښې اړیکې ولرئ

اړیکې یو دوه اړخیز سړک دی، په یاد ولرئ، چې ستاسو پر غاړه دی، چې له کارمندانو سره اړیکه ټینګه کړئ او په خپلو هیلو باندې هغوی پوه کړئ او په مقابل کې د هغوی اندېښنو ته هم پام وکړئ. یو ښه مشر هغه څوک دی، چې د لاسرسي وړ وي او په کارمندانو پورې اړوندو مسایلو کې هوښیارانه کړنې ترسره کړي. دا غوره ګڼم، چې کارمندان مې وکولای شي، په ډېرې هوساینې ماته راشي، پر ځای د دې چې په خپلو دندو کې یې د نه روڼتیا له امله د ناکامۍ شاهد واوسم.

۱۴ ـــ کاریزما لري

یو ښه رییس یا یو ښه مدیر، نور خپل شخصیت ته جذبوي. کاریزما، یعنې چې تاسو د دې وړتیا ولرئ، چې نور د یوې ښې او خوندورې اړیکې په لور سوق کړئ. یو ښه رییس دا کار په ځیرکه توګه د پوښتنو په پوښتلو، د نورو خبرو ته په غوږ نیولو او مثبت لید سره ترسره کوي. د MIT پوهنتون څېړونکو دا موندلې، خوشبین کسان، چې د نورو خبرو ته په ډېرې لېوالتیا سره غوږ نیسي، نو په طبیعي ډول د کاریزما لرونکي دي او معمولا په خبرو اترو او مرکو کې بریالۍ کړنې ترسره کوي. رییس که چېرې له نورو سره په خپلو تعاملاتو، کړنو او چال چلند کې ځیرک ونه اوسي، نو له سترې نیمګړتیا سره لاس و ګرېوان دی.

۱۵ ـــ نظرونو ته ارزښت ورکوي

یو ښه رییس، د نورو نظرونو او وړاندیزونو ته ارزښت ورکوي او هڅه کوي، چې نظرونه پیدا کړي. په ډېری مواردو کې، رهبران په ظاهره نظرونه ترلاسه کوي، خو د عمل جامه نه ور اغوندي. ستر رهبران، د نورو د نظرونو او وړاندیزونو درناوی کوي او هغو ته په ډېرې لېوالتیا سره غوږ نیسي، چې دا د دوی او د دوی د کارمندانو د ارزښت په زیاتېدو کې مهم رول لوبوي.

لیکنه: ياران

ژباړه: عطا محمد میاخېل