ددې مطلب په لوستلو د خپلې ښځې په اړه ډېر څه زده کړئ.

 ژباړه: بختیار ساحل

که په رښتیا سره ستاسو ښځه له تاسو سره مینه ولري ، نو د لاندنیو عادتونو له مخې یې پېژندی شئ .
ستاسو ښځه !
هڅه کوي ، چې تر ډېره پورې ستاسو په فکر کې وي او خپل اکثره وخت له تاسو سره تیر کړي که ډېره مصروفه هم وي .
له تاسو سره ډېره شوخي کوي ، هڅه کوي ، چې د مینې داسې الفاظ درته ووايي ، چې ستا زړه لاسته راوړي او تاته دا هم ښايي ، چې ژوند یواځې ستا لپاره کوي .
له تاسو سره ستاسو په هر ډول ستونزه کې ځان شریک ګڼي او تاسو ته د ستونزې د حل لپاره ډېره تسلي درکوي .
د کورنۍ نورو غړو پر وړاندې له تاسو سره داسې سلوک کوي ، چې هغوی هم خوشاله شي .
هر وخت په تاپسې وي ، که په دې پوه شي ، چې په کور کې ستا کومه خور ، ورور ، تره زوی او یا هم د تره لور ستا په اړه ډېر څه له ځانه سره لري ترې پوښتنې کوي او مثبت ټکي دې پیدا کوي .
که چېرې کومه مهمه مسله مخې ته راشي ، نو په غیر ارادي توګه له تاسو دفاع کوي .
که چېرې هغه په دې پوه شي ، چې تاسو ورته اړتیا لرۍ ، نو خامخا درسره مرسته کوي .
هر کله تاسو ته داسې الفاظ کاروي ، چې تاسو پرې خوشاله شۍ او دغه خبرې یې د زړه خبرې وي .
که چېرې ترې لرې لاړې ، نو زنګ درپسې وهي او شېبه په شېبه دې پوښتنه کوي .
ستاسو سترګو ته په ځیر ، ځير ګوري کله ، چې ترې د دې لیدلو د دلیل پوښتنه وکړې ځواب ورسره نه وي .
کله ، چې ورسره یوځای یې ، نو داسې خبرې درته کوي ، چې ورسره خاندې او د غم او شکایت هیڅ ډول کیسې ته دې نه پرېږدي .
کله ، چې تاسو یوځای وۍ ، نو د ډېرې خوښۍ احساس درسره وي او د شپې تر ناوخته پورې خبرې کوۍ .
هر وخت ستا په اړه فکر کوي او هڅه کوي ، چې کوچنۍ ، کوچنۍ ډالۍ درته تیارې کړي .

که چېرې له خپلې ښځې وغواړې ، چې یوځای ته درسره لاړه شي او هغه ځای یې خوښ هم نه وي ، نو ستا لپاره ځي دغه راز که ورته د یوه کار د کولو ووایې ، خو د هغې خوښ نه وي ستا لپاره یې کوي .
دغه ټولې خبرې ددې څرګندويي کوي ، چې تاسو له یو بل سره ډېره مینه لرۍ .