دردونه او سلګۍ

 

د ژوند کاروان روان دی نه پوهيږم کومې خواته

دنیا ټوله پر مخ درومي خو یو مونږه درومو شاته

 

د شهید پر بدن وینې د یتیم سترګو کې اوښکې

دلته ژوند ژړا ژړا دی خوشالی ده رانه پاته

 

د ښکلا موجونه نشته د ګل ځای اغزو نیولی

دې زرغون زرغون چمن کې وینې وينې دي هر خواته

 

دلته مینه دلته ژوند دی هلته اور دی چې بلیږی

دا تیاری به کړی رب تیری انتظار کوو رڼا ته

 

دا زمونږ په دنګو غرو کی د سیندونو په موجو کی

اوازونه د مرګي دي د ژوند خونه ده میراته

 

تانه سوله امن غواړو زرمینه له غمه ژاړي

مونږ لاسونه لپه کړي ستا په در کې خدايه تاته

 

زرمينه حسن

ستاکهولم، سويډن20,09,2018