درس او طمع

ژباړه: مقتصد ستړی

یو ځوان د لومړني معاش اخیستلو په خوښۍ کښي له خپل بوډا مور و پلار سره هوټل ته د خوراک لپاره لاړ، که څه هم مور و پلار یي نه غوښتل د زوی یي دا هیله وه چي له خپل مور و پلار سره د ښار په یو ښه هوټل کښي ډوډۍ وخوري؛  پلار یي د ګوزڼ په ناروغۍ اخته و ټول بدن یي لړزیده او مور یي په دواړو سترګو باندې ضعیفه وه، کله چي دوئ په داسي حال کښي هوټل ته ننوتل په هوټل کښي اکثر ناست کسانو له سره تر پښو تر نظر تېرول په ګمان یي څوک بې وسه به د خیر غوښتو ته راغلي وي؛ ځوان د مور و پلار تر منځ کښېناست او د هوټل کارکونکي ته یي د خوراک راوړلو وویل، کله چې یي د خوراک لوښي دمیز په سر ددوئ مخې ته کتار کېښودل، ځوان یوه څمڅه ور واخیسته کله پلار ته او کله به یي مور ته په خوله کښي یوه، یوه څمڅه خوراک ورکول د پلار یي اندامونه پړېدل، د هرې مړۍ سره به یي لږ او ډېر  د هغه په جامو ور توی سو، او مور به یي بیا د سترګو کمزورتیا له امله له څمڅې څخه خوله یوې، بلې خواته وړه، په هوټل کي ناست کسانو به مخ په بله واړول له ځان او ملګرو سره به یي ”چې د خوراک په اصولو نه پوهېږي ګران بیع هوټل ته مو څه راغوښتل “ جملې تکراولې، ځوان به د مور و پلار حالت ته په کتو سره اوښکې په سترګو کښي پټي او په شونډو به یي نرمه مسکا ښکاره کړه، د خلکو خبرې او کاته یي نظر اندازه کول په ډېره مینه یي خوراک د مور و پلار په خوله کښي ورکاوه، کله چي ډوډۍ وخوړل سوه ځوان د مور و پلار لاسونه ورومینځل تر دروازه لا نه وو وتلي چې د هوټل منیجر ورپسي غږ کړ:  زویه !  تا زمونږ لپاره  ډېر ګرانه بیع شی دلته پرېښودل  .

ځوان په ډېره حیرانتیا سره وپوښتل:  هغه څه شی؟

منیجر خپلي اوښکې پاکې کړې او په ژړغوني غږ یي وویل:  د ځوان نسل لپاره درس او بوډا والدینو ته طمع  …! .

پای