دروسیي ولسمشر پوتین غواړي له سوریې خپل پوځیان وباسي

د روسيې ولسمشر ويلاديمير پوټين سوريې ته د خپل سفر پر مهال پرېکړه کړې، چې د خپلو پوځيانو ډېره برخه له سوريې وباسي.

د روسيې دفاع وزير سرگي لاوروف ويلي، چې د ولسمشر پوټين په امر يې له سوريې د خپلو پوځيانو د وېستلو چارې پيل کړي دي.

د ۲۰۱۱ راهيسې سوريې کې د کورنۍ جگړې پر مهال روسيه او ایران د بشار اسد د واکمن رژيم تر ټولو ستر ملاتړي دي.

روسي ولسمشر تېر کال هم دغه ډول اعلان کړی و، خو لا هم روسي پوځيانو په سوريې کې خپلې بمبارۍ او جگړې نه دي درولي.

ولسمشر پوټين د لاذقيې ولايت په حميميم پوځي اډې کې له خپلو پوځيانو او د سوريې له ولسمشر بشار اسد سره د سوريې په روان بحران خبرې کړي ډي.

د روسيې «ار ای اې» خبري اژانس ليکلي، چې ولسمشر پوټين دفاع وزارت ته امر کړی، چې د خپلو پوځيانو ډېره برخه له سوريې وباسي او بېرته بايد خپل هېواد ته ستانه شي.

د روسيې ولسمشر له خپل سوري سيال بشار اسد سره په ناستې کې ويلي، که «ترهگرو ډلو بيا په سوريې کې فعاليتونه پيل کړل، نو موږ به يې پر ضد داسې عمليات پيل کړو، چې پخوا به يې هم نه وي ليدلي.»

پوټين بشار اسد ته دا هم ويلي، چې دی به له خپل متحد ایران او د مخالفو ډلو له ملاتړ کوونکي ترکي ولسمشر رجب طیب اردوغان سره په گډه د سوريې امنيت او ټيکاو په اړه سلامشورې وکړي.

د روسيې ولسمشر تېره اوونۍ ويلي و، چې د سوريې په ختيځ فرات سیند سره د داعش ډلې ماتې خوړلې ده.

روسي چارواکي وايي، چې دوی يوازې د وسله‌والو ډلو پر ضد عمليات کوي، خو د بشري حقونو ټولنې ويلي، چې د روسي او امریکايي الوتکو په بريدونو کې د مخالفينو سربېره بې شمېره ولسي خلکو ته هم مرگ ژوبله اوښتې ده.

د ملگرو ملتونو د بشري حقونو کميسيون ويلي، له تېرو څو کلونو راهيسې، چې امریکا او روسيې په سوريې کې د وسله‌والو ډلو پر ضد عمليات پيل کړي، د مخالفينو سربېره يې ولسي خلکو ته هم بې ساري مرگ ژوبله اړولې، د خلکو کورونه، روغتونونه، ښوونځي او پوهنتونونه يې ويجاړ کړي دي.

د ملگرو ملتونو د راپور له مخې ۲۰۱۱ کې، چې د بشار اسد پر ضد وسله‌وال پاڅونونه پيل شوي تر اوسه په کې لږ تر لږه ۳۴۶۶۱۲ کسان وژل شوي او د سوريې د بشري حقونو د څار ادارې له څلور لکو هم زيات ښوولي دي.