دستړو ځاې شاباز ګړه ده؛دداعش پاتې شونو پاکستان ته مخه کړې

د بدخشان ولایت د ولایتي شورا رییس عبدالله ناجي نظري وايي، داعش په عراق او نورو هېوادونو کي ماتې خوړلې له همدې امله یې پاکستان ته مخه کړې څو دلته له نورو ترهګرو ډلو سره یو ځای شي او افغانستان ته ننوځي.

ده وویل، دغه وسله والې ډلې هڅه کوي ځان د بدخشان ولایت ته ورسوي؛ ځکه دلته پرېمانه طبیعي سرچینې ددوی د مالي ملاتړ لپاره موجودې دي او همدارنګه دغه ولایت له درېیو هېوادونو، پاکستان، چین او تاجکستان سره پوله لري.

ناجي وايي تر دې وړاندې هم بدخشان ته ترهګر له پاکستانه را اوښتي دي او اوس هم هڅه کوي بدخشان ته د ننه شي.

بل پلو د بدخشان د امنیه قومندانۍ عملیاتي مرستیال محمدنبی بیان هم وايي، چي د هوا په ګرمېدو ښايي دغه ولایت ته د ترهګرو راتګ ډیر شي او دوی هم هڅه کوي چي ددغو ډلو د نفوذ او ودې مخه ونیسي.

دده په وینا دوی دومره امکانات نه لري چي له پاکستان سره خپله ټوله پوله خوندي کړي خو تر خپلې وسې یې هڅه کړې ده.