د سعودي عربستان جنګي الوتکو د یمن په سعد سیمه بمبار کړی چې، په نتیجه کې یې ۱۲ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
راپورونه وايي د سعودي جنګي الوتکو په سعد ایالت کې د سحار سیمه په نښه کړې چیرې چې د حوثي وسله والو مرکزونه موجود دي.
د یمن ځايي رسنۍ وايي چې، په یاد هوايي برید کې ۷ کسان وژل شوي او پینځه نور ټپیان دي.
که څه هم سعودي چارواکو ادعا کړې چې، دوی د یمن حوثي وسله وال په نښه کړي خو عیني شاهدانو رسنیو ته ویلي چې وژل شوي ټول ملکي وګړي دي.
د بشر حقونو ادارې وايي چې د تېرو دریو کلونو په موده کې د حوثي وسله والو او د منصور هادي د پلویانو تر منځ جګړو کې لس زره یمنیان وژل شوي او سلګونه نور ټپیان شوي دي.