د سعودي د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې جدې ښار کې پر شاهي ماڼۍ د برید پر مهال دوه امنيتي ځواکونه وژل شوي او درې نور ټپیان دي.
عربي رسنۍ د سعودي چارواکو له خولې وایي، چې بريدگر خپل موټر د شاهي ماڼۍ خوا ته نژدې کړ، پر امنيتي ځواکونو يې ډزې وکړې، دوه پوځيان يې وژلي او درې يې ټپيان کړي او بریدگر هم د امنیتي ځواکونو په ډزو کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
امنیتي سرچينو ویلي، چې بریدگر اته ویشت کلن منصور العامري سعودی و، د برید پر مهال ورسره يو کلاشینکوف او درې اور اچوونکي بمونه ورسره وو.
د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې امنیتي ځواکونو د پېښې پلټنه پيل کړې او تر اوسه يې په د پېښې په اړه نور جزیات رسنیو ته نه دي ورکړي.
په ورته وخت کې په سعودي عربستان کې د متحده ایالتونو سفارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو امریکايي اتباعو ته خبرداری وکړی، چې په سعودي کې له بې اړتیا گرځېدو ډډه وکړي او شونې ده، چې د وسلهوال برید ښکار شي.