سه شنبه , 30 اپریل 2024

دسهار دلمانځه اووه ګټې

لومړۍ : دسهار لمونځ دټولې شپې له قیام سره برابر دی ، رسول الله صلي الله علیه وسلم وایې :من صلى العشاء في جماعة فكانما قام نصف الليل ومن صلى الصبح في جماعة فكانما قام الليل كله ) رواه مسلم .یعني څوک چې دماخستن لمونځ په جمعه سره وکړې نوګواکي نیمه شپه قیام او عبادت یې وکړ اوچې دسهارلمونځ په جمعه سره وکړې نو ګواکي ټوله شپه یې عبادت وکړ .

دویمه : څوک چې دسهارلمونځ وکړې نو دا کس د الله په ذمه او ساتنه کې دی ، رسول الله صلي الله علیه وسلم ویې : من صلى الصبح فهو في ذمة الله ، رواه مسلم  دریمه : دسهار لمونځ په اخرت کې دنور او رڼا لامل ګرځې رسول الله صلي الله علیه وسلم وایې : بشر المشائين في الظلم إلى المساجد بالنور التام يوم القيامة ، یعني دشپي په تیاره کې جومات ته تلونکوته داخرت په ورځ دپوره رڼا زیرئ ورکړه .

څلورم : څوک چې د سهار لمونځ په جمعه سره کوې هغه به جنت ته ننوځي رسول الله صلي الله علیه وسلم وایې : من صلى البردين دخل الجنة- والبردين هما الفجر و العصر ، یعني څوک چې د دوو یخو وختونولمونځ وکړې جنت ته به ځې اودا دواړه د مازدیګر او سهار وختونه دي .

پنځمه : دسهار دوه رکعته لمونځ له ټولې دنیا او په دنیا کې چې څه دي ښه دي ، رسول الله صلي الله علیه وسلم وایې : ركعتا الفجر خير من الدنيا وما فيها ) رواه الترمذى .

شپږمه : دسهارپه لمانځه سره دبنده له لوري الله جل جلاله ته غوره معلومات ور وړل شې ، رسول الله صلي الله علیه وسلم وایې : يتعاقبون فيكم ملائكة بالليل وملائكة بالنهار ويجتمعون في صلاة العصر وصلاة الفجر ثم يعرج الذين باتوا فيكم فيسألهم وهو أعلم بهم كيف تركتم عبادي فيقولون تركناهم وهم يصلون وأتيناهم وهم يصلون رواه البخارى ، تاسوته دشپي او ورځې ملایکي ځې او راځې اودمازدیګر او سهارپه لمنځونوکې یوځای کیږې کوموملایکوچې له تاسو سره شپه تیره کړې وي هغه دسهارپه مهال پورته ځې الله ج دخپلو بندګانوپه حال ښه خبر دی خو بیا هم له دوی نه پوښتنه کوې چې زما بندګان موپه څه حال پرېښودل ؟ دوی ورته وایې : موږ دوی دلمانځه کولوپه حالت کې پرېښودل او چې ورتلوهم دوی لمنځونه کول .

اوومه : داچې څوک دسهار لمونځ په جمعه سره وکړې په روزې کې به یې الله برکت واچوې ، رسول الله صلي الله علیه وسلم وایې : اللهم بارك لأمتي في بكورها ، رواه الترمذى یعني خدایه ! زما په امتیانو دسهار په مهال کې برکت واچوه .