دسګرېټ څکولو هغه زیانونه چې تر اوسه ترې ناخبره یاست!

هغوۍ چې وایې،اول شوق شي او بیا طوق شي،سګریټ چې ،په ټوله نړۍ کې دیو فیهشني عمل په توګه پيژندل شوې ،چې نه یوازې مالي زیانونه بلکې ډير زیات ځاني ضررونه هم له ځان سره لري.

په همدې تړاو دامریکا دمنیسوټا پوهنتون څيړونکو په خپله نوې څیړنه کې موندلي چې سګریټ څکول په کلونو نه بلکې په دقیقو او ثانیو کې انسان ته ضرر رسوي.

دوې زیاتوي،هغه مواد چې دانسان په بدن کې دسرطان ناروغۍ لامل ګرځي په سګریټ کې شتون لري او په ډیرې اسانۍ سره دانسان بدن ته دسګریټو په څکولو داخلیږي.

دیادې څيړنې پر بنسټ سګریټ څکول نه یوازې غاښونه خرابوي بلکې دشکرې،نابینایۍ ، د خوب د نارامۍ ،دځيګر او لویو کولمو دسرطان سبب هم کیږي.

د دوې په باور دسګریټو دود یا لوګی له سګریټو ډیر خطر ناک دی او باید ځان ترې وساتل شي.

څیړنه کاږي، سګریټ د تندي او مخ دکونځو یو عمده لامل دی او هغه کسان چې په اوسط ډول د ورځې له پنځو نیولې تر لسو دانو سګرټ څکوي د ځوانۍ مرحله یې ژر ختمیږي او له نورو انسانانو مخکي د بوډا توب مرحلې ته ننوځي.

په یوه بله څیړنه چې دامریکا د ناروغیو د کنترول او مخنېوي ادارې (سي ـ ډي ـ سي) ترسره کړې ویلي،هغوۍ چې سګریټ نه څکوي ؛خو دسګریټو لوګی تنفس کوي د زړه دسکتې خطر یې زیاتیږي.

باید وویل شي چې ،اسلام مبارک دین ټول مسلمانان د نشه یې توکو څخه په کلکه توګه منع کړي خو زمونږ په افغاني ټولنه کې دا خبره ډيره مشهوره ده چې،زیاتره ځوانان دخپلو ناسمو ملګرو له امله په نشه یې توکو روږدي کیږي،چې په دې برخه کې د والدینو څارنه او پاملرنه ډیره اړینه ده.

ژباړه او زیاتونه:محمد صادق کریمزی