وسله والو طالبانو د ولسي حرکت نیول شوي غړي خوشې کړل

د سولې ولسي حرکت هغه ۲۷ غړي، چې څو ورځې وړاندې د فراه ولایت په بالابلوک ولسوالۍ کې له شپږو موټرو سره نیول شوي وو، خوشې کړل شول.

ددغه حرکت مشر اقبال خیبر وايي، د سولې ولسي حرکت یې له نږدې یو نیم کال راهیسې په هېواد کې د دایمي سولې او په افغانستان کې د جګړې ختمېدو ته د نړۍ والو د پام را اړولو لپاره پیل کړی دی.

خیبر، د جګړې له ښکېلو خواوو غواړي، چې د افغان ولس د هوساینې لپاره د سولې یوې هوکړې ته ورسېږي؛ تر څو په هېواد کې روانه وژنه ودرېږي او ولسونه د ارام ساه واخلي.

نوموړی وایي، په دغه مزل کې یې د هېواد په ګوټ ګوټ کې وسله والو طالبانو، په افغانستان کې د امریکا، انګلستان، پاکستان، نورو هېوادونو سفارتونو، امریکا او افغان حکوت ته د ولس د سولې غوښتنې غږ ور ورساوه.

همدا راز ددغه ولسي حرکت فرهنګي کمېټې مسئول میرویس مېلمه پال وايي، روانې جګړې افغانستان له بدبختۍ سره مخ کړی، افغان ولس نور د جګړې د دوام توان نه لري.

نوموړی پر وسله والو وسله والو طالبانو غږ کوي، چې ددغه حرکت د فعالیتونو پر وړاندې دې خنډونه نه جوړوي.