د عراق لومړي وزیر عادل عبدالمهدي له دندې څخه د استعفا اعلان کړی

 

د عراق لومړی وزیر وروسته له هغې د استعفاء اعلان کوي، چې د راپورونو په حواله په عراق کې د اکټوبر میاشتې راهیسي روانو لاریونونو کې شاوخوا ۴۰۰ کسان وژل شوي، چې اکثریت یې لاریون کوونکي ځوانان دي.

تر اوسه دا څرګنده نه ده، چې د لومړي وزیر عبدالمهدي استعفاء په اړه عملي ګامونه کله اخیستل کیږي، خو نوموړي په وروستیو څرګندونو کې د دې هېواد پارلمان ته ویلي، چې استعفاء یې باید ژر تر ژره ومنل شي.

د عراق پارلمان به نن شنبه په دې اړه یوه اظطراري ناسته وکړي.

د عرب نیوز خبري اژانس د راپور له مخې په دې لاریونونو کې لسګونه امنیتي ځواکونه هم وژل شوي دي.

د عراق لومړي وزیر په وار ـ وار سره ژمنه وکړه، چې د لاریونوالو غوښتنې به پوره کړي، خو اوس یې د استعفاء اعلان کړی.

ایران بیا د امریکا په ګډون اسراییلو او سعودي عربستان باندې تور پورې کوي، چې په عراق او ایران کې لاریونونه د دوی له لوري تنظیمیږي، څو په یادو هېوادونو کې ګډ وډي رامنځته کړي.

دا په داسې مهال ده چې د عراق په ناسیریا ښار کې د لاریونوالو او پولیسو تر منځ وروستي اخو ډب کې پر لاریونوالو ډزې وشوې او له امله ۴۴ کسان ووژل شول.

تر دې وړاندې لاریونوالو د دغه هېواد نجف کې د ایران کونسلګري سوځولې وه، چې په دې سره د عراق پولیسو او لاریون کوونکو ترمنځ لا په تاوتریخوالي کې زیاتوالی رامنځته شو.