دعراق په موصل کې دامریکايي الوتکو بمبار ۶۸ عام خلک وژلي

عربي رسنۍ وايي، چې د موصل لويديځ په الفتح کلي کې د امريکايي الوتکو په بمبار کې د ۴۷ ماشومانو او ښځو په گډون ۶۸ کسان وژل شوي او ۸۶ نور ټپيان دي.
له تېرو څو اوونيو راهيسې موصل کې امريکايي ايتلاف د عراقي ځواکونو په ملتيا د داعش پر ضد پراخ ځمکني او هوايي عمليات پيل کړي دي. په دغو عملياتو کې د امريکايي الوتکو په بمباريو او د عراقي ځواکونو په توغنديزو بريدونو کې زرگونه ولسي خلک وژل شوي دي.
په ورته وخت کې عراقي ځواکونه وايي، چې موصل کې يې گڼې سيمې له داعش ډلې نيولي او لا هم د پرمختگ په حال کې دي، خو د الجزيرې خبريال وايي، چې له تېرې يوې مياشتې راهيسې د سختو بماريو او جگړو سربېره عراقي ځواکونو پاموړ پرمختگ نه دی کړی.
د عراق دفاع وزارت وايي، چې حکومتي ځواکونو د موصل شمال لويديځ کې دجله سيمه له داعش ډلې نيولې، دېرش کورنۍ يې هم د داعش له منگولو راخلاصې کړي او لا هم د نور پرمختگ په حال کې دي.
خو داعش ډله وايي، چې په تېرو څو ورځو کې يې پر عراقي ځواکونو څلور موټر بم بريدونه کړي، چې له امله يې گڼو عراقي عسکرو ته مرگ ژوبله اوښتې ده.
د تېرې مياشتې په وروستيو کې عراقي رسنيو خبر ورکړی و، چې د موصول جگړې کې له اتو زرو زيات عراقي عسکر او پوليس وژل شويدي.