نن له غرمې وروسته یوه بجه او ۳۰ دقېقې د امریکایي ځواکونو یوه E-11A الوتکه د غزني د ده یک ولسوالۍ اړوند سدوزیو سیمه کې چې د وسله والو طالبانو تر کنټرول لاندې ده، غورځېدلې ده چې ځمکې ته له رسیدو سره سم یې اور اخیستی دی .
ځایي سرچېنو یو شمېر رسنیو ته ویلي، چې دغې الوتکې له ۸۳ تر ۱۱۰ کسانو سورلۍ در لودله؛ خو د غزني د والي ویاند ان بي سي نیوز ته ویلي، چې سیمې ته د سره میاشتې د ژغورنې ډلې په رسېدو سره د نسکورې شوې الوتکې په ځای کې د ۱۰۰ کسانو سوځیدلي جسدونه موندل شوي دي .
په ورته مهال ولسي جرګه کې دغزني د خلکو استازي محمد عارف رحمانی رسینو ته ویلي، چې دا یوه ۱۵ کسیزه الوتکه ده چې د آریانا افغان هوایي شرکت پورې اړه نلري .
د غزني والي وحیدالله کلیمزي هم پېښه تایید کړي، خو زیاته کړې یې ده چې نسکوره شوې الوتکه په هیڅ یوه کورني شرکت پورې اړه نلري .
ځینو سرچینو بیا د وسله والو طالبانو له قوله ویلي، یاده الوتکه یوه جنګي الوتکه ده او دوه پیلوټان په کې وژل شوي دي .