دغه خبرې هیڅکله هم خپلې میرمنې ته مه کوئ !

ژپاړه : بختيار ساحل

تاسو اړ یاست ، چې په خپل ورځني ژوند کې له هغوی سره په چال چلند کې له ډېر دقت او فکر نه کار واخلئ .
تاسو باید پام وکړئ ، چې په دې وخت کې د ځینو خبرو کول درته ستونزې پیدا کوي .
داسې فکر کول ډير ګران دي ، چې ستاسو د ښځو په ذهن کې به کومې خبرې ګرځي او دا بیا تر هغه هم ډېره ګرانه ده ، چې ستاسو ښځې له تاسو کومې هیلې لري . نو په همدې خاطر هغوی ، چې له تاسو کومې ، هیلې او غوښتنې لري هغه درک کړئ او همغه شان چال چلند ورسره وکړئ .
په لاندیني مطلب کې به تاسو هغه جملو سره مخ شۍ ، چې تاسو باید پرې پوه شئ او هیڅکله یې هم خپلې میرمنې ته ونه کړئ .
۱ ـ هیڅکله هم له خپلې ښځې مه غواړئ ، چې تاسو ته ستاسو د ښایست لپاره پیسې درکړي .
لیکن هغه میرمنې ، چې ښکلې دي ، دا تمه لري ، چې میړونه یې د ښایست لپاره پیسې ورکړي ځکه ، چې دا د هغوی فطري غوښتنه ده . ښځې په دې اند دي ، چې نارینه باید د ښکلو میرمنو د ښایست قیمت ادا کړي، که چېرې تاسو په دې مسله نه پوهیږئ هم ، خو باید ، چې د ښځو دغه حقیقي ذهنيت خراب نه کړئ او د هغوی د ښکلا قیمت ادا کړئ .
۲ ـ هیڅکله هم ترې مه غواړه ، چې ستاسو خبرې بل چا ته ونه کړي
ښه خبره دا ده ، چې له خپلې میرمنې کله هم دا غوښتنه ونه کړئ ، چې هغه ستاسو راز بل چاته ونه وايي .
که چېرې هغه دغه راز یواځې خپلې نیږدې ملګرې ته هم ووايي ، نو په دې پوه شه ، چې ستا خبره ټولې نړۍ ته ورسيده .
که تاسو ددې غوښتونکي یاست ، چې د هغې لپاره ستاسو اړینه خبره د هغې په زړه کې پاتې شي ، چې ورته مو وکړه نور یې پریږدئ او هیڅ هم مه وایئ .
۳ ـ دا پوښتنه هم ترې هیڅکله مه کوئ ، چې ولې یې حالت خراب دی .
کیدای شي ، کله کله د یوې جلۍ حالت ډېر خراب شي . که په دې حالاتو کې له هغې پوښتنه وکړې ، چې ولې دې حالت خراب دی ، نو په دې باور ولرئ ، چې ستاسو په لاس به قناعت بخښونکی ځواب را نه شي او نه هغه د زړه راز درته وايي .
او کله ، چې هغې د زړه خبره درته وکړه ، نو تاسو ته بیا دا حق نه شته ، چې ورسره بحث شروع کړئ او لانجه ورسره وکړئ .
که چېرې تاسو دغه کار وکړئ ، نو دغه وړه خبره په سترې لانجې بدلیږي او داسې خبرې به بیا واورئ ، چې په ټول عمر به درنه هیرې نه شي .
کله ، چې بیا دغه لانجه ختمیږي ، نو ټول غم ستا په ذهن پریوځي او بیا به ځمکه ځای نه درکوي .
۴ ـ کله هم ترې مه غواړئ ، چې ورزش وکړي .
په طبیعي ډول ښځې له خپل اندام نه راضي نه دي ، او نه غواړي ، چې ورزش وکړي ، که چېرې تاسو ترې دا غوښتنه وکړه ،نو بیا هم دا کار نه شي کیدای ، خو د هغې په زړه کې به بدوالی رامنځته شي او بیا به هرڅه په لفظي شخړه بدل شي .
۵ ـ که چېرې تاسو د بلې جلۍ تعریف د هغې په مخ کې وکړ ، نو دښمن مو په بیعه واخیست .
که چېرې تاسو غواړئ ، چې هر کله د خپلې ښځې په شونډو موسکا وګورئ او هغه خوشاله وي ، نو په مخ کې یې د بلې جلۍ صفت مه کوئ . که دا کار مو وکړ بیا ، نو د ښځې شکونه او زړه بدوالی له همدې ځایه پیلیږي . هره ښځه ددې غوښتونکې ده ، چې د خپل میړه په زړه کې ځای ولري . تاسو باید د خپلې ښځې ټول حواس مطاله کړي وي او د هغې پر وړاندې هیڅکله هم د بلې جلۍ صفت ونه کړئ .
۶ ـ د (( زه قول درکوم )) کلیمه هیڅکله هم په ژبه مه راوړئ .
که څه هم د اسلام له نظره وعده خلافي خراب عمل دی او باید ترسره نه شي ، خو هر کله ، چې له چا سره کومه وعده کوئ ، نو ترې وړاندې وروسته ډېر فکر وکړئ ، چې بیا پرې پښیمانه نه شئ . کله ، چې تاسو بیا خپلې ښځې ته قول یا وعده ورکړه ، نو په دې پوه شئ ، چې د عمر تر پایه به د ښځې هیر نه شي .
کله ، چې تاسو بیا په خپله وعده وفا ونه کړه ، نو د ټول عمر لپاره به ښځې ته بې باوره شئ .
۷ ـ ښه خبره ده ، چې داسې هم ورته ونه وایاست ، چې دغه ټیپ یا دغه سټایل له تاسو سره ښه ښکاري .
په عمومي ډول انجونې دا ډول خبرې نه خوښوي ، که تاسو ورسره دا خبرې د شوخۍ او یا هم ټوکې په ډول وکړۍ .
ځکه هغه دا خبره جدي نیسي او فکر پرې کوي .
میرمنې او انجونې د ځان لپاره د مود او فیشن په طریقه ښه پوهیږي او د بل چا نظر ورته د مسخرو په توګه ښکاري بیا پرې فکر کوي او ترې ستونزې پیدا کيږي .

۸ ـ دغه جمله ، چې (( له ما سره څومره پیژندګلوی لرې ایا مخکې دې زه لیدلی وم )) هغې ته ډېره اشنا جمله ده .
که په رښتیا هم هغه مو وړاندې چیرته لیدلې وي هم داسې جمله به ورته و نه کاروئ . د میرمنو له انده دا کومه ادبي جمله نه ده . هغوی داسې فکر کوي ، چې تاسو ورته د خرابې ښځې ګمان کړی او ترې بدې غوښتنې لرئ .
۹ ـ که په رښتیا هم له هغې سره ډېره مینه لرۍ ، نو ورته ووایئ ، چې مینه درسره لرم .
مینه درسره لرم هغه جمله ده ، چې هره میرمن غواړي د خپل ژوند په اوږدو کې یې یو ځل له خپل خاوند نه واوري .
کله ، چې میرمنې دغه جمله د خپل خاوند له خولې اوري ، نو له خاوند سره په خپلو اړیکو بیا فکر کوي او کومې ستونزې چې ترې سر وهي په هغې فکر کوي او هڅه کوي ، چې خپلې ستونزې حل کړي .
خو یوه خبره مه هیروئ ، چې دا جمله به هغه وخت خپلې ښځې ته کاروئ ، چې هغه په رښتیا هم ستا خبرو ته غوږ وئ او ستاسو خبرو ته ارزښت ورکوي .
۱۰ ـ هیڅکله هم د خپلې ښځې د خوښې په هنرمند نیوکه مه کوئ .
که چېرې تاسو په هغه اشخاصو نیوکه کوئ ، چې د هغوی له هنر سره ستاسو میرمن مینه ولري ، نو ومنئ ، چې خپله ښځه مو د ځان دښمنه کړه . ددې کار په کولو سره کیدای شي تاسو خپه هم کړي .
نو ښه خبره ده ، چې د خپلو ښځو په مخ کې د هغو اشخاصو سپکه ونه کړئ ، چې د هغوی خوښ دي او د یوه غوره انسان په سترګه ورته ګوري .