دغه پنځه شیان مو له خلکو پټ وساتئ

زیاتره خلک په دې نه پوهیږي چې د ژوند کوم شیان باید زړه کې وساتي او کوم شیان نورو خلکو ته ووایي. ځینې کسان خو بیا خپله خوله نشي کنټرولی او هر څه چې یې زړه ته راځي نو په خوله یې وایي. دوي خپله هره خبره تر نورو خلکو رسوي.

داسې کسان باید پوه شي چې موږ په دوه مخې نړۍ کې ژوند کوو. او  همدغه دوه مخې کسان زموږ په ژوند کې لويې ستونزې را ولاړه ولی  شي. کله کله دې ته اړتیا پیدا کیږي چې د نورو کسانو د خبرو او تبصیرو پر وړاندې باید خپله خوله پټه وساتو او پر وړاندې یې یوازې یوه مسکا وکړو.

په دې لیکنه کې مو  ۵ هغه مهم شیان راخیستي چې تاسو یې باید له نورو پټ وساتئ:

۱. رازونه: راز ساتل په دې نړۍ کې تر ټولو ګران کار دی، خو هر څوک نشي کولای خپل راز زړه کې وساتي او دې ته اړ کیږي، چې خپل راز له یو چا سره شریک کړي. د زړه رازونه د ژوند تر ټولو ګران او نږدې ملګري ته ووایئ چې تاسو پرې پوره باور ولرئ دا چې هغه به ستاسو له رازونو سره لوبې نه کوي. ځکه که چیرې مو رازونه بې باوره کسانو ته وویل او رازونه مو افشا شول نو پوه شئ چې د شپې خوب درباندې حرام دی، سکون له لاسه ورکوئ.

۲. شخصي ژوند: د یو بریالي انسان په توګه خپل شخصي ژوند ته پام وکړئ او هیڅکله چاته اجازه مه ورکوئ تر څو ستاسو په شخصي ژوند کې مداخله وکړي، له دې سره باید تاسو هم د چا په شخصي ژوند کې کار ونه لرئ، او نه باید د یو چا په ژوند ټوکې او مسخرې وکړئ.

داسې کسان شته چې د خپل شخصي ژوند ځینې مسایل فیسبوک او یا نورو ټولنیزو شبکو ته پورته کوي، چې دا کار یې ژوند ته زیان رسولی شي. باید د خپل شخصي ژوند مهم مسایل نورو سره شریک نه کړو.

۳. د ګټو په اړه: ځینې کسان خپل مالي حالات نورو ته په ډیرې آسانۍ سره بیانوي خو داسې کسان هم شته چې هغوي نه غواړي خپل مالي حالات نورو سره شریک کړي ځکه دوي پوهیږي چې دا کار یې ژوند ته یو خطر رامنځته کولی شي.

که په یو ښه مالي سطحه کې یاست کوښښ وکړئ چې خپل رازونه او د مالي حالت په اړه معلومات پټ وساتئ چې د حسودو خلکو خوله به مو هم په دې توګه پټه کړې وي.

یوه مهمه خبره باید په یاد ولرئ هغه دا چې مالي برخې پټ ساتل تر ټولو مهمه ده، ځکه مال او شتمني هغه څه دي چې تل ډير کسان د همدې لپاره وژل شوي دي، ماشومان یې اختطاف شوي او ډیرو خپل ژوند د شتمنۍ په لاره کې بایللی دی.

۴. د خپل زړه په اړه: هڅه وکړئ تر څو هر چا سره د زړه خبرې شریکې نه کړئ،  د یو انسان  د زړه په خبرو کې د هغه مینه، دخوښې او خفګان حالات، د کمزورتیا ټکي او نور راتللی شي. ستاسو دښمنان هڅه کوي تر څو ستاسو د کمزورتیا ټکي پیدا کړي خو دوی به ستاسې د زړه په خبرو هله پوه شي چې تاسې یې ووایئ.

۵. د خپلو اهدافو په اړه : هر څوک په ژوند کې هیلې لري او د هغو د لاسته راوړلو لپاره هدفونه ټاکي. خپل اهداف مو له هغو خلکو سره مه شریکوئ، چې ناپوه او پاتې خلک وي.  تر ټولو ښه خبره دا ده چې خپلې موخې مو تعقیب کړئ، نتیجه به یې بیا خلک خپله وګوري.

خو دا هم ګران کار دی چې خپلې هیلې نورو ته ونه وایې، هڅه وکړئ تر څو مثبتو او هغه کسانو سره چې ستاسو د موخو په اړه پوهه ولري، خپلې ځینې موخې ورسره شریکې کړئ، کیدای شي څو ګټورې مشورې درته درکړي.

خو لوړې او ټولې موخې مو خلکو ته مه وایئ. ځکه کیدای شي چې ستاسې موخې تر دښمنانو ورسېږي، او هغوي مو د لارې خنډ شي. د خپل پرمختګ لارې پټې وساتئ ژوند ښکلی کړئ او له باوري کسانو سره ناسته ولاړه پيل کړئ.

لیکنه: پښتو بهیر ویب پاڼه